Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د مهمو ډيپلوماتيکو پرمختګونو پيل؛ قرغزستان د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړ
    افغانستان

    د مهمو ډيپلوماتيکو پرمختګونو پيل؛ قرغزستان د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړ

    صابر افغانصابر افغان5 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د قرغزستان له لوري د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم د وېستلو خبر ورکړی او په دې اړه څرګندونو کې د قرغزستان ياد ګام د ستاينې او هرکلي وړ بولي.

    ښاغلی بلخي د قرغزستان هېواد ياد ګام ته په څرګندونو کې وايي: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت، د قرغزستان جمهوريت لخوا د طالبانو غورځنګ نوم چې، پخوا د افغانستان اسلامي امارت ته نسبت ورکول کېده د ممنوعه ډلو له لېست څخه لرې کول د ستاينې وړ ګام بولي او هرکلی یې کوي.

    همدارنګه ښاغلی بلخي په يادو څرګندونو کې د نورو هېوادونو په تسلسل، د قرغزستان دا ګام په سيمه او نړۍ کې د اسلامي امارت په تړاو د سياسي درک د رامنځته کېدو ښکارندوی بولي.

    او په وينا يې ياد ګام د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د لا پياوړتيا په لار کې د خنډ د لرې کېدو په معنا ده.

    قرغزستان ياد ګام په داسې حال کې اخلي چې څو ورځې وړاندې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي استانبول کې د افغانستان سفارت کارکوونکو ته په خپلو خبرو کې په نژدې ورځو کې د مهمو ډيپلوماتيکو پرمختګونو خبر ورکړی وو.

    مخکینۍ مقالهامریکا کې د یوه ښوونځي زده کوونکي په ډزو ۱۳ کسان وژلي او ټپيان کړي
    راتلونکي مقاله چين وايي افغانستان ته د نفتو د استخراج لپاره د ۱۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ماشينري استوو

    مربوطه لیکنې

    د یوکیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۵ کال پایه وغځول شوه

    21 جولای 2026

    د لس زره ميګاواټه برښنا د تولید تخنيکي وسايل پېرل شوي او ژر به هېواد ته را ولېږدول شي

    21 جولای 2026

    پکتیکا کې ۱۵ زره جریبه ځمکه امارتي اعلان شوه

    21 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د هېواد ټولې مهمې پرېکړې د ستر مذهبي مشر،…

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    21 جولای 2026

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.