یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
لسیزې کېږي چې افغانستان له یوه داسې ناسور ګاونډي څخه کړېږي، چې نه د منطق هنر پېژني، نه معقول سیاست ته ژمنتیا لري او نه هم د خبرې خلک پکې شته؛ بلکې یواځې یې د مکر، فریب او چالاکۍ هنر ښه زده کړی، خپل او پردي په همدې تېر باسي.
هو! دا ناسور ګاونډی د پاکستان په نامه یو داسې هېواد دی، چې له لسیزو راهیسې یې د افغانانو له مجبوریتونو ګټه اخیستې او هغوی یې د خپلو او پردیو لوبو لپاره په مرګ زورولي دي. د پاکستان په نوم جغرافیه، چې علماوو یې په خپلو هلو ځلو له هند څخه آزاده کړه؛ خو قیادت یې ډېر ژر د سیکولرو ډلو لاسته ولوېده، په نتیجه کې یې د دې خپلواکۍ ارمغان د نورو د بړېڅو لخوا تالا – ترغه او رُخ یې په سیمه کې د لانجو د پنځولو لپاره واړول شو.
هلته مختلفې ډلې، تنظیمونه او ګروپونه ایجاد شول؛ هغه د چا خبره چې تر دیموکراسي هم څو قدمه مخکې لاړل. پاکستان د بشپړې آزادۍ غوړپ لا تر ستوني نه و تېر کړی، چې ناڅاپه ترې د بنګال په نامه لویې سیمې لاره جلا او د دغه هېواد پوځ ته یې تاریخي ماتې ورکړه.
په پاکستان کې تر دې ماتې وروسته د چارو واګې خپله همدغه تسلیم شوي پوځ واخیستلې او د نمایش لپاره یې نوري ملکي ادارې هم فعالي وساتلې؛ په دې توګه چې د پردې تر شا به د چارو محرِک، پوځ وي او ولس به د ملکي قیادت او قانون په تحفظ مکلف وي.
پاکستان که څه هم کوم دوست په خوږو کې له زهرو نه دی هېر کړی، خو لنډه تبصره به یې له افغانستان سره پر ګاونډیتوب وکړو.
د داؤدخان تر کودتا وروسته چې کله روسانو د خپلو افغان نما بړېڅو په مرسته او لارښوونه د افغانستان خاوره پر مسلمانانو سره تبۍ کړه، نو د ډېری هېوادوالو خپله کډه له فرضي کرښې څخه پورې غاړې ته یووړه او هلته د لسیزو لپاره پاتې شول.
د اشغال تر پای او د خپلمنځي جګړو د ټغر له ټولېدو وروسته چې د اسلامي واکمنۍ وږم په خپرېدو شو، بیا ځلې تللیو افغانانو خپل وطن ته د راتګ زړه ښه کړ، خو ډیر ژر هغه پسرلی په خزان بدل شو.
په شل کلن اشغال کې بیا هم دلته د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په موجودیت کې، ډېری تللیو افغانانو د راتګ زړه ځکه ښه نه کړ، چې دلته یرغلګرو ته د هغوی د غلامانو وفاداري تر دې کچې وه، چې د کورنۍ غړي به یې لا هم پر راغلي غلیم خرڅول.
کله چې له شل کلن اشغال وروسته طالبانو افغانستان ونیو، د ازآدۍ د زرین لمر شعاوو د امپراطوریو پر هدیره عروج وکړ؛ پاکستان ورڅخه د مهاجرو وطنوالو د کوربه توب له امله د امتیازاتو هیله درلوده، خو چې افغان لوري نړیوالو موازینو ته په کتلو سره د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو په ساتلو کې خپل دریځ څرګند کړ، نو د یاد هېواد پوځي واکمن خپل ساتلی حسد بیا ځلې څرګند کړ او د داعش ډلې له کوربه توب نیولې، بیا د شر او فساد لپاره تر هر اړخیز ملاتړ پورې یې میدان ته را ودانګل.
پاکستان پر افغانستان څو څو ځله د صادراتو لارې بندې او پر افغان حکومت یې د فشار له امله په ځلونو پر مهاجرو افغانانو د ورځې د اسمان ستوري و شمېرل. پاکستان چې دا مهال له خپلې لمنې اور اخېستی، لامل یې دا دی چې ولس ترې تر ستوني رسېدلی او هر هغه مخالف غږ ته چې د حکومت نسکورول یې اجنډا وي، په تېزۍ ورسره یو ځای کېږي.
پاکستان چې واګي یې له لسیزو پوځ اداره کوي، په ډېری مواردو کې ملکي حکومت د ښه زړه په نوم د مذاکرې مېز ته را مخکې کوي، خو د پردې تر شا بیا پوځ دغه خبرې تخریبوي او د خپلې سپین سترګۍ علت د خپل ملکي حکومت تمرد بولي.
خو ولې داسې کوي او څه باید وشي؟
پاکستانی پوځ چې له جوړښت را په دېخوا یې نور هېوادونه تمویلوي او آن د نورو هېوادونو د امنیت لپاره کرایي عسکر ورکوي؛ لسیزو تجربو ته په کتلو، ښکاري چې د دغه پوځ د ثبات نقطه هم د نورو د فرمایشي لوبو تطبیق دی. پاکستانی پوځ مجبور دی، تر څو د تنفس د جاري ساتلو لپاره د هر چا فرمایشي لوبې پلې کړي.
اړتیا ده چې:
۱. د پاکستان ملکي حکومت باید تحریم او په هر څه کې له پوځ سره مخامخ تفاهم رامنځته شي؛ له دې سره به هغه غولېدلي ډنډورچیان هم وپوهېږي، چې کله د عمران خان، کله د نشنلیانو او کله هم د نورو ګوندونو په شعوري لوبو غولېدلي او له کاواکه پاکستاني ریاست څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي.
۲. پر دغه هېواد باید د افغانستان په داخل کې ټولې هغه ترانزیټي لارې د اوږدې مودې لپاره وتړل شي، چې یاد هېواد ته ترې د سیمې له نورو هېوادونو څخه انتقالات کېږي.
۳. پاکستاني تابعیت لرونکي پښتانه که څه هم له افغانانو سره خپله وینه نه ګډوي، خو بیا هم د خپلو منافعو لپاره یې باید را خپل کړو.
۴. خپل توان ته په کتلو، هلته شته مهاجر افغانانو ته باید تر یو یا دوو کلنو وخت ورکول شي، چې یاد هېواد د تل لپاره پرېږدي، که نه نو دلته به یې هم د تل لپاره تابعیت لغوه شي.
۵. که پر بازار یې هر څومره اثر لوېږي؛ خو بیا هم باید د صادراتو او وارداتو لپاره په اوږد مهاله توګه پاکستاني مسیرونه تحریم شي، تر هغو چې دغه هېواد د مزاحمتونو د نه جوړولو نړیوال تضمینونه افغانستان ته نه وي سپارلي.
۶. هغه محصلین چې یاد هېواد کې زده کړې کوي، باید کوښښ وشي، چې افغانستان کې د زده کړو سهولتونه ورته مساعد شي.
۷. د افغانستان په داخل کې د پاکستان له پوځي او استخباراتي ادارو سره تړاو لرونکي یا خواخوږي افراد باید هر چېرته تر تعقیب لاندې ونیول شي.
۸. د دې لپاره چې مېخ پر ځای ټک وهل شوی وي، نو باید له پاکستاني چارواکو سره په هره ناسته کې د پوځ مقتدر چارواکي شامل وي.
۹. که پاکستان په خپله خاوره کې زمونږ دښمن ته ځای ورکوي، باید چې همالته په نښه شي.
۱۰. که له پاکستان سره د اړیکو د بیا پیل خبرې کېږي، باید نړیواله ټولنه پکې دخیله وي او دا ځل باید د پاکستان په نیابت د هغوی له وزارتونو سره نه، بلکې له ټولو ګوندونو، استخباراتو او پوځ له ګدو استازو سره غوټه شوې شمېرلې خبرې وشي.
پای
لیکوال: خالقیار احمدزی