
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو خبر ورکړی، چې د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په سرخ پېدک سیمه کې د سختو واورو له امله بند پاتې ۳۲ تنه کوچي هېوادوال ژغورل شوي دي.
د یادې قول اردو د معلوماتو له مخې، یاد کسان په یوې غرنۍ دره کې د سختو واورو او یخنۍ له امله بند پاتې وو، چې ۳۱۳ مرکزي قول اردو د پنځمې لواء ځواکونو له لوري وژغورل شول.
سرچینې زیاته کړې، چې ژغورل شوي کسان خوندي سیمې ته لېږدول شوي دي.

