د کورنيو چارو وزارت وايي، “د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو ۱۶ تنه په کابل ښار کې او ۱۱ تنه په پکتیا، کاپیسا، نیمروز، پروان، روزګان او هرات ولايتونو کې نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو کسانو څخه ۳ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه هیرویین، شیشه او ۷۹۴ نشه یي ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د هېواد په نهو ولايتونو کې ۳۱ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نيول شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version