د ‎ننګرهار وادې کرنيز شرکت ویلي، چې د یاد شرکت اړوند د مالټو بڼونو حاصلات سږ کال ۵۵۰۰ ټنه اټکل شوی، چې د تېر کال په پرتله زياتوالی ښيي.

د ياد شرکت د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکې کې به د بڼونو د پراختيا په ترڅ کې افغانستان د مالټو له اړخه پر ځان بسیا شي.

شرکت زیاتوي، چې ننګرهار کې دا مهال د مالټو څلور ډولونو حاصل ورکړی، چې په بازار کې يې د يو من بيه له دوه سوه څخه تر شپږ سوه افغانيو ده.‏

په دې ولایت کې د مالټو په ۲۲ نورو نوعو څېړنې روانې دي، چې پايلو ته په کتلو به يې بڼوالو ته ښې نوعې معرفي او ترويج شي.

د يادونې ده، چې سږکال په دغه ولایت کې شخصي بڼونو د مالټو حاصل ۲۲۱۴ مټريک ټنو ته رسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version