د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلی کايا ویلي، چې د دغه هېواد په یالووا ښار کې د داعش او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
نوموړي رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، چې نښته کې درې پولیس او شپږ د داعش وسلهوال وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه نښته د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال رامنځته شوې، چې هدف یې د داعش د یوې ډلې له منځه وړل و.
د ترکیې کورنیو چارو وزیر د وژل شویو داعش وسلهوالو د هویت په اړه څه نهدي ویلي.
د یادونې ده، چې پاکستان کې د ترکي استخباراتو له خوا د یوه مهم داعشي قومندان له نیول کېدو وروسته ترکیه کې د داعش پر ضد عملیات زیات شوي.
