
د ننګرهار مرستیال والي او ملي سوداګر د دغه ولایت مېوې مارکېټ ته ورغلي او د مېوو له صادروونکو سوداګرو څخه یې په زیاته اندازه مېوې پېرلې دي.
دغه مېوې د پاکستان پوځي رژیم له خوا د تورخم لار له تړل کېدو سره بند پاتې وې او د افغان حکومت له وروستۍ پرېکړې وروسته جلالاباد ښار مېوې مارکېټ ته را لېږدول شوې وې.
ویل شوي، له سوداګرو پېرل شوې مېوې به د ننګرهار ولایتي ادارې او سوداګرو لهخوا پر بېوزلو هېوادوالو ووېشل شي.
ورته مهال ملي سوداګرو د افغان حکومت د پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د با عزته سوداګرۍ د لرلو لپاره له خپل حکومت سره د هر ډول تاوان منلو ته چمتو دي.

