ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۱۰/۱۷ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_کورنیو چارو وزارت: هرات کې پولیسو له یو کور غلا شوي ۳۰ میلیونه افغانۍ او دوه کیلو ګرامه سره زر موندلي.
۲_امنیتي ځواکونو کندوز کې د سپکو او درنو وسلو لسګونه فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړي.
۳_د پاکستان له زندانونو نږدې ۱۰۰ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
۴_عبدالطیف نظري: سوداګر او پانګهوال دې په دې حساسو شرایطو کې د خپل ولس ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ دې وکړي.
۵_بلخ کې د میراث او ځمکې په سر راپورته شوې دوه شخړې حل شوې.
۶_ارګ: اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتېژۍ مسوده تائید کړه.
۷_امنیتي ځواکونو خوست کې د نشهیي توکو یو قاچاقچي له وسلو او مهماتو سره نیولی.
- [ ] سیمه:
۱_قلعه سیف الله کې د پاکستاني طالبانو په یو هدفي برید کې پولیس سرتېری اسحاق خان هلاک شوی.
۲_بلوچستان کې پر پوځي مرکز د بلوڅ بېلتون پالو برید؛ ۱۴ پوځیان هلاک شوي.
۳_بلوچستان کې د پولیسو پر بس موټر بم برید؛ درې پولیس هلاک او ۱۹ نور ټپیان دي.
۴_باجوړ کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر د پاکستاني طالبانو بمي برید درنه مرګژوبله اړولې.
- [ ] نړۍ:
۱_سعودي عربستان پلان لري پر سوریې د نړيوال بانک پاتې پورونه پرې کړي.
۲_زیلینسکي: ټرمپ دې له روسیې سره تر هوکړې مخکې یو ځل اوکراین وویني.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.