ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۵/۲ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_پولیسو ننګرهار کې یو تن د ۲۲ کیلو ګرامه شیشې د قاچاق په تړاو نیولی.
۲_غزني کې د لومړي ځل لپاره د يو میليون ډالرو په ارزښت يوه معياري سړه خونه جوړه شوې.
- [ ] سیمه:
۱_د سپاه پاسدارن مهم سیمهییز قومندان د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ووژل شو. - [ ] مینځنی ختیځ:
۱_پر غزې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې ۳۱ عام فلسطینیان وژل شوي دي.
۲_د نتنیاهو د دفتر یو ویاند په لوړه کچه د محرمو معلوماتو د افشا کولو په تور نېول شوی.
۳_ترکیې له ۵۲ هېوادونو پر اسرائیلو د وسلو د تحریم په پار لاسلیکونه راټول کړي.
۴_والسټرېټ ژورنال: ایران پلان لري چې دا ځل پر اسرائیلو خورا پېچلی، ویجاړوونکی او جارحانه برید وکړي.
۵_اسرائيلي رسنۍ: يحیی السنوار تر شهادت درې ورځې له مخه څه نه و خوړلي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.