Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»عبدالرشید دوستم د مقاومت شوری د پريکړې خلاف خپل ملګری بابر فرهمند د ملي ډيالوګ يا ګفتمان ملي غونډې ته استولی
    سیمه

    عبدالرشید دوستم د مقاومت شوری د پريکړې خلاف خپل ملګری بابر فرهمند د ملي ډيالوګ يا ګفتمان ملي غونډې ته استولی

    صابر افغانصابر افغان4 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دوه ورځې وړاندې په ترکيه استانبول ښار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور حکمت کرزي په مشرۍ د ملي ډيالوګ يا ګفتمان ملي تر نوم لاندې د بندو دروازو تر شا يو کنفرانس جوړ شو چې ظاهرا يې هدف په افغانستان کې د بين الافغاني خبرو د بيا پيل د زمينې رامنځ ته کول وو.

    دغه کنفرانس په اصل کې د هغه پروژې برخه ده چې د برطانيې لخوا حکمت کرزي ته ورکړل شوې ده.

    په دې کنفرانس کې د مقاومت په نوم شوری غړو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو دا چې په حقيقت کې د شوری له غړو څخه يونس قانوني، خالد پښتون، عطا محمد نور او ځينې نور غړي له حکمت کرزي سره د يادې پروژې په پيسو او امتيازاتو کې جوړ رانغلل، نو ځکه يې په شوری کې د خپلې شته حلقې د نفوذ څخه په استفادې په دې دليل چې حکمت کرزی موږ پخوانيو سياسيونو ته په بده سترګه ګوري او دا يوه پردۍ پروژه ده؛ پريکړه وکړه چې په دې کنفرانس کې به د شوری غړي او موجود جريانونه، نه د شوری په استازيتوب او نه هم د خپل حزب او جریان په استازيتوب په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

    که څه هم دوستم ظاهرا د شوری د يادې حلقې د اکثريت والي او نفوذ په وجه له دې پريکړې سره ظاهراً کوم مخالفت ونه کړ خو د خپل جنبش لخوا يې خپل استازی او د جنبش ګوند غړی عنايت الله بابر فرهمند دې کنفرانس ته ورولېږه.

    د راپورونو په اساس په مقاومت شوری کې د پخوانيو سياسيونو په ځانګړي ډول د مقاومت جبهې او يونس قانوني سره د عبدالرشيد دوستم اختلافاتو زور اخيستی چې کله په مسکو کې احمد مسعود له روسانو څخه د دوستم په منزوي کولو کې د مرستې او ملاتړ غوښتنه کړې وه او هغوی ته يې ډاډ ورکړی وو چې د دوستم نږدې کسان او قومندانان تيار دي چې له مقاومت جبهې سره يو ځای شي.

    مخکینۍ مقالهغزني کې د لومړي ځل لپاره د يو میليون ډالرو په ارزښت يوه معياري سړه خونه جوړه شوې
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    پښتونخوا کې د بېړني حالت د اعلان په غبرګون لاريونونه راوتلي

    11 اکتوبر 2026

    د پاکستان پوځي رژيم پښتونخوا کې د بېړني حالت لګولو پرېکړه کړې

    11 اکتوبر 2026

    د پاکستان د تحريک انصاف ګوند ستر لاريون نن ورځ د پېښور پر لور خوځېږي

    6 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 12 اکتوبر 2026

    د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس آخندزاده…

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    12 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    12 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    12 اکتوبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    12 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    12 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.