ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۱ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_کابل کې د روږدو د درملنې ۵۰۰۰ بستریز مرکز څخه ۵۰۰ روږدي له درملنې وروسته کورونو ته رخصت شول.
۲_هيواد کي د انټرنېټي او غږیزو مخابراتي چوپړتیاوو بيې ټيټېږي.
۳_مخابراتو وزارت د مخابراتي شبکو لپاره د اړيکو او انټرنټ نوې ټيټې بيې اعلان کړې.
۴_د اترا ادارې عمومي رييس د جنوبي اسيا د مقرارتي ادارو په پنځه ويشتمه غونډه کې د ګډون په موخه هند ته تللی.
۵_د شرعي حدودو د تطبیق دوام؛ پکتیا کې یو کس د قتل په تور قصاص شو.
- [ ] سیمه:
۱_پاکستان کې د واده بس چپه کېدو پېښه کې د زوم په ګډون ۲۶ تنه مړه شوي او يواځې ناوې ژوندۍ پاتې.
۲_بلوڅ وسله والو د پاکستاني پوځ په کمپ بريد کې ۱۶ پوځيان وژلي.
۳_دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د وسلهوالو په برید کې دوه پوځیان وژل شوي.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_د اسرائیلو پر شمال د حزب الله غورځنګ د بریدونو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۲_سوریه کې د امریکایي پوځیانو پر دوو مرکزونو ډرون بریدونه شوي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.