Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»مقاومت جبهه؛ د تورو څهرو تور فعالیت!
    تورې څېرې

    مقاومت جبهه؛ د تورو څهرو تور فعالیت!

    صابر افغانصابر افغان13 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تاریخ د بې شمیره داسې کسانو کيسې له ځان سره لري چې د شخصي ګټو په خاطر یې تر یو مقدس شعار لاندې سیاست ته ور دانګلي او ځانونه یې د شهرت پوړیو ته رسولي. په افغانستان کې د دې ډول کسانو لپاره د خپل تور فعالیت زمینه هغه وخت برابره شوه چې د شوروي یرغل پر مهال افغان مجاهدینو ته نړیوالې مرستې را ماتې شوي؛ دلته نو ډېرو شخصیت لرونکو خپل اصلي هدف هیر کړ او په مادي لحاظ د ځان بسیاینې لپاره یې کار پیل کړ.

    کله چې له افغانستان څخه د شوروی اتحاد پوځونه ووتل او د ډاکتر نجیب حکومت سقوط وکړ نو همدا تورې څهرې وې چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې هیواد ته هر ډول خطر متوجه کړ.

    د کورنیو جګړو پر مهال د مال او شتمني حرص اخيستي سیاستوالو د ولس له هیڅ شي مخ نه ګرځاوه؛ کله چې یې د ولس په لوټلو تنده نه شوه ماته نو بیت المال ته یې مخه کړه، د هیواد ټول تجهیزات یې په ګاونډیو و پلورل.

    همدې تورو څهرو د امریکایې یرغل پر مهال د امریکایانو څنګ ونیوه، ځکه CIA د ډالرو پراخې کڅوړې ددې لپاره را وړې وې چې د افغان سیاست تورې څهري پرې را ونیسې.

    امریکایانو دومره وکړل چې همدا توري څهرې یې په یوه غونډ (شمالي ټلواله) سره را غونډې کړې؛ په دې سره شماله ټلواله د افغانستان په نوي حکومت کې د مهمو پوستونو خاوندان شول چې د خارجي مرستو تر څنګ یې د داخلي عوایدو د لوټلو صلاحیت هم پیدا کړ؛ د دوی هر یوه غټ مقدار پیسې پیدا کړې او ځینې خو یې میلیونران هم شول.

    دې تورو څهرو د دې پر ځای چې خپل برمته کړي پیسې په افغانستان کې مصرف کړي، په بهرنیو هیوادنو کې تجارتونه پرې جوړ کړل؛ دوی په افغانستان کې د عوامو لپاره قانونیت شعار ور کاوه خو د خپلو ځانونو لپاره د قانون ټول مواد په لاس کې اخیستي وو.

    طالبان چې کله په دوهم ځل د ارګ تر دروازې ورسېدل او واک یې تر لاسه کړ نو همدا د تور فعالیت تورې څهرې هماغه هیوادونو ته لاړل چې دوی پکې د ځان د غلامۍ په بدل کې تجارتونه جوړ کړي وو.

    د طالبانو دا بریا په شمالي ټلوالې تندر شوه ځکه د دوی شوم فعالیت یې ور شنډ کړ؛ هماغه وو چې د مقاومت جبهې په نوم یې د اوسني حکومت پر ضد د شر او فساد هڅې پیل کړې، چې په داخل کې د طالبانو د پیاوړو جنګيالیو پر مټ سخت وځپل شول او تیښتې ته اړ شول.

    د مقاومت جبهې تور فعالیت له پخوا هم خلکو ته معلوم وو خو په دې وروستیو کې د دوی له خپلو کسانو داسې رازونه افشاء شول چې د همدې تورو څهرو تور فعالیتونه په ثبوت رسوي.

    قومندان ګل حیدر چې د شمالي ټلوالې مخکښ غړی او د دې ډلې پخواني مشر احمدشاه مسعود ته نږدې کس وو، تازه په یوه غږیز کلیپ کې ویلي:«هغه پیسې چې له انګلستان او اروپا څخه راټولېږي، بې‌وزلو خلکو ته د ورکړې پر ځای، د احمد مسعود او امرالله صالح له‌خوا په امریکا او اروپا کې د موټرونو او کورونو په اخیستلو لګېږي».

    هغه همداراز ویلې چې:«د ملت ټولې پیسې یې ولوټلې؛ حتی کله چې ځینې وژل کېدل، په جیبونو کې یې ډالر لرل؛ د بېلګې په توګه، د آمر صاحب(احمد شاه مسعود) خورزوی د وژل کېدو پر مهال په خپل جیب کې پنځوس زره ډالر لرل».

    د قومندان ګل حیدر یادي خبري نه یواځې د همدې تورو څهرو تور فعالیت په ډاګه کوي، بلکې د مقاومت جبهې تر منځ د اختلافاتو او بې اعتمادۍ په ډېر والي هم دلالت کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله حزب الله غورځنګ د اسرائیلو د جنګي کابینې پر مرکزي قومندانۍ ډرون برید کړی

    مربوطه لیکنې

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 18 جولای 2026

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د…

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    18 جولای 2026

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.