ورځ او نېټه: جمعه ۱۴۴۶/۶/۴ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر به په راتلونکو ۲۰ ورځو کې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. - [ ] نړۍ:
۱_د جنوبي کوريا د پارلمان غړو د ولسمشر سوک يول د استيضاح طرحه پارلمان ته وړاندې کړه.
۲_ټاکل شوې د فرانسې صدراعظم ميشل بارنيه نن رسماً استعفا ورکړي.
۳_القاعدې غورځنګ سوماليا کې د يوه افسر په ګډون لس تنه حکومتي مليشې وژلې دي.
۴_مقتدی الصدر: د سوریې په روان حالت کې د مداخلې هیڅ ډول پلان نهلرو.
۵_چين سوريه کې له خپلو مېشتو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له ياد هېواد ووځي.
۶_چینایي چارواکو له چین څخه امریکا ته د ۱۳ قلمه صادراتي توکو پر صادارتو بندیز لګولی.
۷_جیش العدل سازمان سوريه کې د تحرير الشام غورځنګ پرمختګونه ستایلي او د بریا مبارکي یې ورکړې.
۸_«محمد» په برېتانیا کې په نوي زیږېدلو ماشومانو ډېر ایښودل شوی نوم اعلان شو.
۹_په سوریه کې د جګړې د لوریو ترمنځ د ځمکني وېش وروستۍ نقشه.
۱۰_سوریه کې د تحریر الشام ځواکونو چټک پرمختګ؛ د سوریې بل مهم ښار رستن یې هم ونیوه.
۱۱_د تحریر الشام غورځنګ له خوا د حمص ښار د نیولو لپاره د عملیاتو د پیلولو اعلان، د یاد ښار ځیني اوسېدونکي اندېښمن کړي او هڅه کوي چې له دغه ښار څخه ژر تر ژره و وځي.
۱۲_په سوریه کې د «رستن» پوځي اکاډمي د تحرير الشام د سرتېرو لاسونو ته ولوېده.
۱۳_ابو محمد الجولاني د عراق د حکومت له مشر څخه په یوه پیغام کې غوښتنه کړې چې د حشد الشعبي ځواکونه، چې د عراق یو پوځي ډله ده، په سوریه کې له مداخلې څخه منع کړي.
۱۴_سوریه کې د تحریر الشام ځواکونو چټک پرمختګ؛ بل مهم ښار تلبیسه یې هم ونیوه.
۱۵_د سوریې پلازمېنه دمشق کې د سوریې د راډيو تلويزون په ارپاتمان کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
۱۶_سوریه کې د نا کرارۍ څپې د دغه هېواد تر پلازمېنې دمشق هم ورسېدلې؛ د ټولنيزو رسنيو له لارې په نشر شوي ویډیو کې د دغه هېواد په پلازمېنه دمشق کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي خو لا هم د ډزو د لامل په اړه وروستي معلومات نهدي وړاندې شوي.
۱۷_د سوریې په درعا ښار کې د تحریر الشام ځواکونو لهخوا د بشار الاسد د رژیم یو شمېر جنګیالي ژوندي نیول شوي.
۱۸_تحرير الشام ځواکونو د سوريې او اردن تر منځ د «درعا» سرحدي يا صفري سیمه او نقطه د بشارالاسد له رژیم څخه ونیوله او د درعا سیمې ته داخلېږي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.