شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۹/۵ ھ ق.– [ ] افغانستان: ۱_ننګرهار کې په بشپړ او جدي ډول د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز ولګېد.۲_تورخم کې نن شاوخوا ۱۲ بجې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ يو ځل بيا نښته شوې.۳_د حکومت د مشرتابه په حکم د جوماتونو د برېښنا لګښت معاف شو.۴_د پاکستان پرځای ښه بديل؛ د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې.– [ ] مینځنی ختیځ:۱_د عربي هېوادونو مشرانو د غزې بیا رغونې لپاره د مصر طرحه تصویب کړه.۲_احمد الشرع: د فلسطیني وګړو د جبري شړلو هڅې، د ټولې عربي نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی.– [ ] نړۍ:۱_ترکيې او انګلستان د سوريې په اړه په يو شمېر مهمو موضوعاتو بحث کړی.۲_سوريه کې د يهودي ټولنې مشر: اسرائيل بايد د سوریې له هغو سيمو ووځي چې د اسد رژيم له ړنګېدو وروسته یې لاندې کړي.۳_ټرمپ: زيلېنسکي بايد د رسنيو او کامرو په مخکې رانه بښنه وغواړي.۴_ټرمپ: امریکا به د پاناما کانال کنټرول بېرته ترلاسه کړي.۵_امریکا د یمن حوثي وسلهواله ډله د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامله کړه.۶_د لبنان د عربي اسلامي شورا عمومي مشر محمد علي الحسيني: د حزب الله مشر حسن نصرالله اسرائيل نه بلکې امريکا وژلی.پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.