Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د نړیوال بانک درې سوه میلونه ډالر ځانګړي کول او د افغانستان اقتصادي وصل
    لیکني

    د نړیوال بانک درې سوه میلونه ډالر ځانګړي کول او د افغانستان اقتصادي وصل

    صابر افغانصابر افغان16 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وحیدالدین حیدر

    (کاسا 1000) (CASA1000)د افغانستان د بیخ بنسټیزو پروژو له ډلې یوه ډیره ستره پروژه ده، نوموړې پروژه د تاجکستان او قرغستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برښنا د انتقال پروژه ده.کاسا زر د مرکزي او جنوبي اسیا د هیوادونو مشترکه مهمه پروژه ده چې په لومړۍ قدم کې به ١٣٠٠ میګاواټه برښنا ولېږدوي.د نوموړې پروژې په تطبیق سره به د افغانستان د انرژۍ د کمبود ستونزه په کُلي شکل حل شي، له لویو فابریکو واخله تر کوچنیو تولیدي کاروباریانو پورې څوک به د برښنا د پارچاوۍ شکایت ونه لري، د دې برسیره به خلکو ته د کار زمینه مساعده شي ځکه ددې پروژې د لین غزولو چارې به د تاجکستان له سنګ توده راپیل او د پېښور تر نوښاره ورسیږي، چې کابو 750 کیلومتره په اوږدوالي کیبلونه به له تاجکستان تر نوښاره اوږدوالی ولري چې 562 کیلومتره د برښنا مزي به د افغانستان له خاورې وغزیږي.ددې پروژې ټول لګښت یو ملیارد او دوه سوه میلونه ډالره اټکل شوی چې 400 میلونه ډالره مصارف به افغانستان پرې کوي، د افغانستان ډیره برخه لګښت پرې کولو ته نړیوال بانک سینه ډبولې چې دادی په 2024 کال کې یې د درې سوه میلونه ډالرو ژمنه تازه کړه او ویلي دي چې دا مرسته به د کاسازر د پروژې په تطبیق کې ولګوي.یاده پروژه 2017 کال کې ډیزاین شوې چې باید تدارکاتي چارې یې 2018 کال کې پای موندلی وای خو تېر جمهوریت د فساد، بې ظرفیتۍ او سیاستي تدبر د فقدان له امله یې چارې په ټپه ودرېدې.دادی له نیکه مرغه به یې د اسلامي امارت رهبرۍ ورته ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه چې ترپخوا کاري پوتنشیل زیات دی، د سیمې او نړۍ هیوادونو سره د سیاسي اړیکو بیلانس او توازن ساتل شوی، د ټکر سیاستونه اوس د تعامل په سیاستونو بدل شوي دي.افغانستان خپل سیاسي او اقتصادي سیاست د چا له فشار او تاثیر پرته طرحه کوي، له ګاونډیو او سیمو هیوداونو سره نیک روابط رامنځ ته کوي چې له امله یې د افغانستان په امنیت او اقتصاد کې خورا ممده واقع شوی. د کاسا زر پروژې سره به افغانستان نور هم د ژورو همکاریو او دوستانه اړیکو برخه وګرځي.افغانستان باید په سیمه کې د همکاریو په جغرافیې بدل شي، په دې سره د ګاونډیانو د منطقې د هیوادونو اقتصادي رفاه او امنیت دواړه تامین شي، افغانستان کې امنیت او غښتلي اقتصاد کې د دوی تر جګړو ډیره ګټه ده هیله ده چې دوی هم افغانستان کې د دسیسو د ایجادولو په ځای د همکاریو تعاون ته رامخکې شي.افغانستان ځوان اقتصاد لري که دلته امنیتي ثبات دوام وکړي ممکن د دوبۍ او اماراتو په ځای به افغانستان په سیمه کې یو ښه مارکیټ وي. هم طبعي ښکلا لري، هم معتدله هوا لري، او هم ډېره ښکلې جغرافیه لري. دوبۍ او اماراتو په مصنوعي ټکنالوجۍ او د بې خرته پیسو په لګولو یادو سیمو ته شهرت بښلی کله مصنوعي باران پرې کوي کله پرې مصنوعي واوره وروي او مونږ دا هرڅه طبعي لرو یو کمی چې لرو هغه د سیمي د هیوادونو د صادقانه همکاریو نشتون دی.د دې همکاریو د رامنځ کولو یوازینۍ لاره د مشترک المنافعو پروژو ایجادول دي ترڅو دوی له موږ سره په اقتصادي همکاریو کې ښکیل شي که مشکلات ایجادوي تر موږ به ډیر تاوان ور اوړي که مرسته او همکاري کوي نو تر موږ به ډیره ګټه ورسیږي.دا ځل د اسلامي امارت نقشه همدا ده چې دوی د تقابل پر ځای د ځان تر څنګ ودروي، دغه تدبر یوازې افغانستان له کړکیچه نه راباسي بلکې ټوله منطقه له سیاسي، امنیتي او اقتصادي کړکیچه راباسي. ان شاءاللهپای

    مخکینۍ مقالهعباس ستانکزی: ډیورنډ په هیڅ صورت په رسمي کرښه نه منو
    راتلونکي مقاله د مولوي عبدالکبیر څرګندونې او امیدونه

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.