کله چې په ٢٠٢١م کې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، خلک په خپلو کورونو کې وارخطا او حيران پاتې شول، په لومړیو څو ورځو کې طالبانو ته څوک نږدې نه ورتلل، ځکه شل کلن نوي نسل طالبان تر دې مهاله مخامخ نه وو لیدلي، دوی هماغسې پېژندل، کوم چې رسنیو ورپېژندلي وو. د اشغال تر سیوري لاندې رسنیزو تبلیغاتو طالبان وحشیان، وژونکي، خونخواوره، له کور او کلي شړل شوي او منفور معرفي کول، ځکه خو د ښاري سیمو اوسېدونکي هم دوی ته حیرانتیا کې پاتي وو، مګر د ډېرو کمو ورځو په تېرېدو د طالبانو اصلي ماهیت او بڼه ولس ته روښانه شول، پر دوی ور مات شول او په غېږ کې یې ونیول.
طالبانو په افغانستان کې سرپرست حکومت جوړ او رامنځ ته کړ، حاکمیت یې په لاس کې واخیست، خو لا یې هم په وړاندې لویه رواني او مطبوعاتي جګړه دوام لري، لا هم له هېواد بهر هڅه کېږي د سرپرست حکومت ناسم انځور وړاندې شي، افغانستان نا امن او له خطره ډک وښيي؛ په دې لړ کې ځینې هېوادونه، سازمانونه او بنسټونه د خپلو سیاسي موخو او سیالیو لپاره غواړي، چې افغانستان تر فشار لاندې وساتي، نو ځکه يې وضعیت ناسم ترسیموي.
د سازمانونو په لړ کې د ملګرو ملتونو سازمان او د هغه تر عنوان لاندې یوناما او امنیت شوری د یادونې وړ دي. امنیت شوری د نړۍ له پنځو ځواکمنو هېوادونو (امریکا، روسیې، چین، فرانسې او بریتانیا) تر واک لاندې ده او هر یو یې خپلې ګټې پالي، د دغه شوری ځینې هېوادونه د خپلو موخو لپاره د افغانستان وضعیت ته د خپلې خوښې پر اساس تعبیر ورکوي، ډېری وخت د افغانستان د امنیتي بحران، ترهګرۍ او بشري حقونو په اړه د ناسمو اطلاعاتو پر اساس چمتو شوي راپورونه خپروي، د افغانانو پر واقعیتونو، ټولنیزو لاسته راوړنو او د هېواد پر مثبتو بدلونونو سترګې پټوي. دغه سازمان او امنیت شوری خپل راپورونه تر ډېره د لوېدیځو رسنیو، غیر دولتي سازمانونو او سفارتي سرچینو پر بنسټ جوړوي، چې تر ډېره حده پورې یادې سرچینې بیرته د ملګرو ملتونو سازمان تر مستقیم او غیر مستقیم واک او اغېز لاندې دي او د افغانستان واقعیت په قصدي ډول په رښتینې توګه نه منعکسوي.
یوناما (UNAMA) له لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، اصلي هدف یې د بشري حقونو څار، بشري مرستې او د سولې لپاره هڅې بلل کېږي، خو د افغانستان په اړه یوناما ډېری وخت ځینو منفي مسایلو ته پراخ انعکاس ورکوي او ځینې مسائل په قصدي ډول پټوي؛ بشري حقونو، ښځو او بیان آزادۍ په اړه ډېر راپورونه او شايعات خپروي، خو بل خوا بیا د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، امنیتي ثبات او نورو ګڼو لاسته راوړنو په اړه له عارفانه تجاهل څخه کار اخلي او ډيره کمه پاملرنه ورته کوي.
ځینې نړۍوالې رسنۍ او څېړنیز بنسټونه، نړۍوالې سیاسي او استخباراتي ډلې لکه ناټو، د امریکا او اروپا استخباراتي ادارې، نړۍوال غیر دولتي سازمانونه لکه د عفوې نړۍوال سازمان او نور ډېری د افغانستان په اړه د یوه هدف(فشار او تبلیغاتو) لپاره کار کوي. د ځینو هېوادونو حکومتونه هم ورته کوښښونه کوي او د افغانستان د وضعیت ته د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو سره برابر انعکاس ورکوي، نه د واقعي حالاتو پر اساس.
د نړۍ د نورو هېوادونو وګړي د افغانستان له رښتيني حالت سره اشنا نه دي، دوی تنها هغه معلومات ترلاسه کوي چې له نړۍوالو رسنيو خپريږي، چې له جملې یې ډېری نيمګړي يا مغرضانه وي. نړۍوالې رسنۍ د افغانستان د جګړو، بېوزلۍ او بحرانونو خبرونه خپروي، خو د پرمختګ، فرهنګي ارزښتونو او د خلکو د واقعي ژوند اړخ په لوی لاس له پامه غورځوي.
ځینې بنسټونه، سازمانونه او څیړنیزې رسنۍ د افغانستان په اړه خودسرانه او تمسخر آمېزه احصايې هم خپروي، چې بنسټ او اساس یې څرګند نه وي، خیالي او تبلیغاتي بڼه لري او له ټولو واقعیتونو سره په ټکر کې وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.