
د نیویارک ټایمز مشهور لیکوال، ډان وینسلو د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو توندې نیوکې کړي.
وینسلو ویلي، ټرمپ لومړی یو نړیوال ناورین رامنځته کړ، وروسته مذاکراتو ته راستون شو او په پایله کې یې هر څه وبایلل.
نوموړي ټرمپ «لوی بایلونکی» بللی او ویلي یې دي، چې هغه د ۷۷ میلیونه نومورکو او بې لارې امریکایانو له لوري ټاکل شوی دی.
د نیویارک ټایمز دې مشهور لیکوال دا هم ویلي، چې د ټرمپ په مشرۍ امریکا کمزورې ده.

