د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د وینزویلا د ولسمشر، نیکولاس مادورو د تښتونې په عملیاتو کې د ملکي وګړو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي دي.
راپور کې د یوه لوړپوړي وینزویلايي چارواکي له قوله راغلي: «په برید کې ۴۰ کسان وژل شوي، چې پکې ملکي وګړي او پوځیان شامل دي.»
امریکایي چارواکو نیویارک ټایمز ته د جزئیاتو له ورکولو پرته دا ویلي، چې په دغو عملیاتو کې تر ۱۵۰ زیاتې الوتکې کارول شوې دي.
د یادونې ده، چې د وینزویلا ولسمشر، تېره ورځ (شنبه) د امریکایي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوی او ټاکل شوې ده، چې د نشهیي توکو د قاچاق په تور محاکمه شي.
