Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د هلمند نهرالسراج کانال د لومړي لاټ د رغولو پروژه پرانیستل شوه
    افغانستان

    د هلمند نهرالسراج کانال د لومړي لاټ د رغولو پروژه پرانیستل شوه

    عمران آغاعمران آغا30 جون 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ‏د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د نهر السراج کانال د رغولو لومړي لاټ پروژه د یاد وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.

    ښاغلي منصور په همدې پار جوړو شویو مراسمو ته ویلي، چې د دې پروژې په پلي کولو سره به د نوموړي کانال اوبه بېرته لومړي حالت ته وګرځي او د ټولو حقابه لرونکو حقابه به تامین شي.

    نوموړي زیاته کړې، چې د دغې پروژې برسېره په دغه ولایت کې د چکډمونو درې نورې پروژې هم په پام کې نیول شوي او په نږدې راتلونکې یې چارې پیلیږي.

    ښاغلي منصور د خبرو پر دوام ویلي، چې سرپرست حکومت په افغانستان کې له هر پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو کړې او پانګوالو ته یې بلنه ورکړه، چې په پراختیایي پروژو باندې پانګونه وکړي او د دغې «خاورې» په ابادۍ کې ونډه واخلي.

    د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، دغه پروژه د ۲۷۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د سرپرست حکومت له بودیجې څخه د ملي پراختیا شرکت سره قرارداد شوی، چې پکې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د سربند او آبګیر ودانۍ-جوړونه، د ۶۵۰ متره په اوږدوالي سره د کانال بیارغونه او ټینګښت، پرچاوي، د سیند د بستر ټینګښت، د ساتونکو خونه او د کنټرولي دروازو نصبول شامل دي.

    دغه پروژه به د ملي پراختیا شرکت له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست تر څارنې لاندې د دوه کلونو په موده کې پلي شي.

    د یادونې وړ ده، چې د نهر السراج کانال کابو ۲۴ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

    مخکینۍ مقالهد سرپرست حکومت یوه پلاوي د اوسپنې‌ پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه د هېواد شمالي او جنوبي ولایتونو ته سفر کړی
    راتلونکي مقاله ژوب کې پر پوځي کاروان د پاکستاني طالبانو بمي برید؛ لس تنو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر روانو سیمه‌ییزو مسایلو غږېدلی

    27 فبروري 2026

    په جګړه کې ناکام رژيم د عامو خلکو کورونه په نښه کړل

    27 فبروري 2026

    افریقایي لیکوال علي ناصر: طالبانو امریکا ماته کړې، نو پاکستان څوک دی؟ د ښکاري سپي وژل د ښکارزن تر وژلو ډېر اسانه دی

    27 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 27 فبروري 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر روانو سیمه‌ییزو مسایلو غږېدلی

    ‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي، د سعودي عربستان…

    په جګړه کې ناکام رژيم د عامو خلکو کورونه په نښه کړل

    27 فبروري 2026

    افریقایي لیکوال علي ناصر: طالبانو امریکا ماته کړې، نو پاکستان څوک دی؟ د ښکاري سپي وژل د ښکارزن تر وژلو ډېر اسانه دی

    27 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر روانو سیمه‌ییزو مسایلو غږېدلی

    27 فبروري 2026

    په جګړه کې ناکام رژيم د عامو خلکو کورونه په نښه کړل

    27 فبروري 2026

    افریقایي لیکوال علي ناصر: طالبانو امریکا ماته کړې، نو پاکستان څوک دی؟ د ښکاري سپي وژل د ښکارزن تر وژلو ډېر اسانه دی

    27 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،109 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،062 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،122 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.