شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ټولګټو چارو وزارت په مشرۍ د بېلابېلو وزارتونو استازو د اوسپنې پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو ته سفر کړی دی.د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې پلاوي د حیرتان-مزار شریف-هرات اوسپنېپټلۍ او د هرات-تورغونډۍ-نیمروز-فراه-کندهار د اوسپنېپټلۍ له لارې لیدنه کړې.خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس مهال دا پلاوی په کندهار ولایت کې دی او د اوسپنې پټلۍ د لارې د ارزونې او ټاکلو پر لارو چارو غور کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي: د واخان کوریډور د ناامنۍ هره هڅه به له سخت غبرګون سره مخ شي17 جولای 2026
د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد: داعش په افغانستان کې بشپړ ځپل شوی، د اندېښنې اړتیا نشته17 جولای 2026