Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د هند استازی: هند به په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخه کړي
    افغانستان

    د هند استازی: هند به په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخه کړي

    صابر افغانصابر افغان9 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان لپاره د هندوستان ځانگړي استازي جي‌پي سنگهـ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي سربېره له گڼو چارواکو سره لیدلي دي.

    د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزیر د هند له استازي سره د افغانستان او هندوستان پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ترانزیتي مسئایلو هر اړخیزې خبرې کړې دي.

    په خبرپاڼه کې د جي‌پي سنگهـ له قوله ویل شوي، هندوستان په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې له افغانستان سره په جلا جلا برخو کې بشرې مرستې کړې او د اوسني افغان حکومت له لوري بشپړ امنیت، ثبات، له نشه‌يي توکو، داعش او فساد سره مبارزه یې مهمې لاسته‌راوړنې بللې دي.:«هند لېواله دی په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخه کړي او د چابهار بندر له لارې سوداگرۍ ته وده ورکړي.»

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یو مهم هېواد په توگه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

    ښاغلي متقي د هند له استازي د افغان سوداگرو، ناروغانو او محصلانو اړوند د وېزو د اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.

    د یو بل خبر له مخې، د هندوستان ځانگړي استازي په کابل کې له گڼ شمېر سوداگرو سره هم لیدلي دي او د افغانستان او هندوستان ترمنځ پر اقتصادي، ترانزیتي او د افغان سوداگرو د وېزو په مسئایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

    په دغه لیدنه کې د هند استازي ژمنه کړې، چې د افغان سوداگرو مسئایلو ته به جدي پام کېږي او د شته ستونزو په هواري کې به له افغان لوري سره مرسته کوي.

    که څه هم افغانستان او هندوستان تر اوسه د سفارت تر کچې اړیکې نه لري، خو تمه شته چې په کابل کې به ډېر ژر د هندوستان سفارت بیا پرانیستل شي او هم به په نوي ډیلي کې د افغانستان تړل شوی سفارت بېرته خپلې چارې پیل کړي.

    مخکینۍ مقالهملګري ملتونه سوکه سوکه افغان حکومت د یو واقعیت په توګه مني
    راتلونکي مقاله کابل کې د هوا پېژندنې یوه وسیله فعاله شوه

    مربوطه لیکنې

    ‏د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 15 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    د بلوچستان لېبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) وسله‌والې ډلې په جلا جلا بریدونو کې د…

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    15 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،122 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،072 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،144 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.