د افغان کلمه له پخوا څخه د افغانستان د اوسېدونکو لپاره کارول شوې ده او هره ډله او ګروپ چې د دې خلکو برخه وي، که څه هم په مختلفو قومونو پورې اړه لري، خو ټول پرته له کومې استثنا د افغان په نوم یادېږي او هیڅ څوک خپل هویت له دې کلمې څخه جلا نه ګڼي.
په تېرو کلونو کې، افغانستان او ځواکمن ملت یې د بهرنیو د تجاوزونو په وړاندې قرباني شوی، د دښمنانو د شومو پلانونو او دسیسو ښکار شوی او له مختلفو مكرونو سره مخامخ شوی دی.
د افغانستان تجزيه کول د بهرنیانو له شومو هیلو څخه یوه هیله ده؛ داسې هیله چې په دوه پړاوونو کې یې تحقق ته نږدې شول او دا هېواد یې د تباهۍ تر حده ورساوه.
لومړی پړاو هغه وخت و چې شوروي اشغالګر له افغانستانه وتل او کله چې جګړه مارانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د کورنیو جګړو او ګوندونو له لارې یې هېواد د تجزيې په لور روان کړ؛ یوه هیله چې د سرپرست حکومت د لومړي پړاو له رامنځته کېدو سره ناکامه شوه او دغه هېواد له ټوټه کېدو وژغورل شو.
دویم پړاو د امریکا له خوا د افغانستان اشغال و، چې یو شمېر بنسټونه، مجلې، ورځپاڼې او ځینې مشهور امریکايي شخصیتونه په مختلفو وختونو کې د افغانستان د تقسیم غوښتونکي وو.
همدا وخت یو شمېر پخواني حکومتي مسؤلین، په ځانګړي ډول هغه چې له مقاومت جبهې او احمدشاه مسعود سره یې تړاو درلود، د افغانستان د تجزيې خوبونه خپل کړل او د مختلفو قومونو له لارې یې د هېواد د تجزيې غوښتنه وکړه.
اوس چې د جمهوریت فاسد حکومت سقوط شوی، د مقاومت جبهې لارویان او نوري بدنامې جبهې د قومي تعصباتو د زیاتولو په ترڅ کې افغان هویت له ځان څخه اړوي او ځانونه په نورو هېوادونو او ملتونو پورې اړوند بولي.
ځینې وختونه پنجشیر د ایران اړوند ګڼي او ځینې وختونه افغانستان د خراسان برخه ګڼي او خپل ځان هم خراسانیان ګڼي؛ یوه ناسمه ادعا چې هیڅ ډول دلیل او ثبوت نه لري او تنها جهل او ناپوهي ده.
د هویت بې ثباتي په داسې حال کې د غرب پلوه تښتېدلو ترمنځ خپره شوې، چې کله دوی په افغانستان کې وو، له دې ټولو سره – سره چې ځانونه یې افغانان ګڼل، نه یې له خلکو سره هېڅ علاقه لرل او نه یې هم خپل هېواد ته کومه پاملرنه وکړل؛ برعکس، دوی ټول مادي او معنوي ارزښتونه تنها د قدرت او مقام لپاره وپلورل او تر پښو یې لاندې کړل.
اوس چې د افغانستان له پولو څخه بهر دي لو بې ځایه شوي، یقیناً د خپلو لږو ګټو لپاره خپل هویت پلورلی او د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره هر کار کولی شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.