شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ملي دفاع وزارت وایي، د جګړهییزو ګډو زدهکړو قومندانۍ څخه د تخار، بغلان او پنجشېر ولایتونو اړوند ۳۵۰ تنه تازه جذب شوي سرتېري فارغ شول.وزارت زیاتوي، چې دغو سرتېرو ته د درېیو میاشتو په موده کې عقیدوي او بېلا بېلو برخو کې مسلکي زدهکړې ورکړل شوې دي.د یادو سرتېرو د فراغت مراسمو کې مسئولینو ویلي: « تاسو د دې هیواد بچیان او د اسلامي نظام ساتونکي یاست، له ولس سره په نیکو اخلاقو چلند وکړئ او په ټولو شرعي امورو کې د خپلو امراوو اطاعت وکړئ.»د یادونې ده، چې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د تېر میلادي کال تر پایه د پوځي روزل شویو افغان ځواکونو شمېر تر ۱۸۱ زره تنو اوښتی و.