عامې روغتیا وزارت د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو په مرکز کې د خبري کنفرانس پر مهال اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د دولت له بودجې څخه د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو لپاره شاوخوا ۷ ميليارده افغانۍ بودجه منظور شوې او ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پيل شي.
عامې روغتيا وزارت زياتوي چې د ولسواليو په کچه د عمومي روغتيايي مرکزونو له جوړلو څخه اصلي موخه، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي زیاتول دي.
همداراز ياد وزارت وايي چې عمومي روغتونونه چې د ۳۰ بسترونو ظرفیت لري په پنځو څانګو( عمومي داخله ، عمومي جراحي ، داخله اطفال ، نسايي ولادي او ایمرجنسي) کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي او په هغو ولسوالیو کې جوړېږي چې هلته د ولسوالۍ د کچې روغتونونه شتون ونه لري.
روغتيا وزارت زياته کړې چې اوسمهال په ټول هېواد کې نږدې ۱۳ زره بسترونه شتون لري او د نویو روغتونونو په جوړېدو سره به نږدې لس زره نور بسترونه هم زیات شي او سربېره پر دې به په دغو روغتونونو کې به په ټولیز ډول، ۲۷ زره مسلکي او اداري اشخاصو ته د کار زمینه برابره شي چې د استخدام چارې به یې د یو منظم پلان او شفاف میکانیزم له لارې تر سره شي، چې دا د هېواد په تاریخ کې د روغتیايي سیستم د پراختیا برخه کې لوی پرمختګ دی.
همدارنګه عامې روغتيا وزارت ويلي چې په تېرو څو لسیزو کې د ولسوالیو په کچه روغتیايي خدمتونو ته په سمه توګه پاملرنه نه ده شوې او اوسني روغتیايي خدمتونه هم روغتیايي اړتیاوو ته ځواب ویونکي نه دي چې د نويو روغتيايي مرکزونو جوړول به د هېواد په روغتيايي سکټور کې يو مثبت انقلاب رامنځته کړي.