Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د هېواد د روغتيايي سيستم بې ساری پرمختګ؛ په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتيايي مرکزونو جوړلو چارې پيلېږي
    افغانستان

    د هېواد د روغتيايي سيستم بې ساری پرمختګ؛ په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتيايي مرکزونو جوړلو چارې پيلېږي

    صابر افغانصابر افغان25 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ‏عامې روغتیا وزارت د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو په مرکز کې د خبري کنفرانس پر مهال اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د دولت له بودجې څخه د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو لپاره شاوخوا ۷ ميليارده افغانۍ بودجه منظور شوې او ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پيل شي.

    عامې روغتيا وزارت زياتوي چې د ولسواليو په کچه د عمومي روغتيايي مرکزونو له جوړلو څخه اصلي موخه، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي زیاتول دي.

    همداراز ياد وزارت وايي چې عمومي روغتونونه چې د ۳۰ بسترونو ظرفیت لري په پنځو څانګو( عمومي داخله ، عمومي جراحي ، داخله اطفال ، نسايي ولادي او ایمرجنسي) کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي او په هغو ولسوالیو کې جوړېږي چې هلته د ولسوالۍ د کچې روغتونونه شتون ونه لري.

    روغتيا وزارت زياته کړې چې اوسمهال په ټول هېواد کې نږدې ۱۳ زره بسترونه شتون لري او د نویو روغتونونو په جوړېدو سره به نږدې لس زره نور بسترونه هم زیات شي او سربېره پر دې به په دغو روغتونونو کې به په ټولیز ډول، ۲۷ زره مسلکي او اداري اشخاصو ته د کار زمینه برابره شي چې د استخدام چارې به یې د یو منظم پلان او شفاف میکانیزم له لارې تر سره شي، چې دا د هېواد په تاریخ کې د روغتیايي سیستم د پراختیا برخه کې لوی پرمختګ دی.

    همدارنګه عامې روغتيا وزارت ويلي چې په تېرو څو لسیزو کې د ولسوالیو په کچه روغتیايي خدمتونو ته په سمه توګه پاملرنه نه ده شوې او اوسني روغتیايي خدمتونه هم روغتیايي اړتیاوو ته ځواب ویونکي نه دي چې د نويو روغتيايي مرکزونو جوړول به د هېواد په روغتيايي سکټور کې يو مثبت انقلاب رامنځته کړي.

    ‏

    مخکینۍ مقالهتاشکند کې افغان سفارت اته افغان بنديان د دغه هېواد له زندانونو خوشې کړي
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ پر پوسته برید کړی

    مربوطه لیکنې

    هېواد ته د غير معياري درملو د واردېدو د مخنيوي په اړه نوی ميکانيزم پلی کېږي

    1 مې 2026

    د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار کړی

    1 مې 2026

    د ټولګټو وزارت مرستيال قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ نړيواله غونډه‌ کې ګډون کړی

    1 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 مې 2026

    هېواد ته د غير معياري درملو د واردېدو د مخنيوي په اړه نوی ميکانيزم پلی کېږي

    د عامې روغتیا وزارت وایي، له افغان پُست دولتي شرکت سره د تفاهم‌لیک له مخې…

    ملګرو ملتونو کې د ايران استازي له ځينو عرب هېوادونو ايران د اوښتو زيانونو د جبران غوښتنه کړې

    1 مې 2026

    د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار کړی

    1 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هېواد ته د غير معياري درملو د واردېدو د مخنيوي په اړه نوی ميکانيزم پلی کېږي

    1 مې 2026

    ملګرو ملتونو کې د ايران استازي له ځينو عرب هېوادونو ايران د اوښتو زيانونو د جبران غوښتنه کړې

    1 مې 2026

    د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار کړی

    1 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.