د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، د افغانستان پنځه کلنه پراختیايي تګلاره د هېواد سترو او اساسي موخو ته د رسېدو په موخه له داخلي ظرفیتونو او سرچینو په ګټې اخیستو چمتو او د افغان حکومت د مشرتابه د حکم په اساس منظور شوې.
د اقتصادي معاونيت له لوري د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وويل، چې د افغانستان پراختیايي تګلاره یو جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو موخو تحقق په موخه چمتو شوې او ټولې امارتي سرچینې په یو واحد مسیر رهبري کوي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د افغانستان پراختیايي تګلاره درې اساسي برخې لري چې ښه حکومتولي او نړیوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او لس سکتورونه «د اقتصاد او کرنیزو چارو سکتور، د طبیعي سرچینو او انرژۍ سکتور، د استوګنې او ټولنیزې همغږۍ سکتور، د ټرانسپورت او مخابراتو سکتور، د دیني او عصري پوهنې او کلتوري چارو سکتور د روغتیا سکتور، د ټولنیز خوندیتوب او چاپيریال ساتنې سکتور پکې شامل دی.»
نوموړی زياتوي، چې دغه ستراتيژي د اسلامي امارت موخې او د ټولو وزارتونو او ادارو فعالیتونه متحد او منسجم کوي.