د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له استازي محمد سعید العیاش سره په کتنه کې ویلي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د ټولو حق دی او دا برخه باید له سیاست څخه لیرې وساتل شي.
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې دواړو لوریو همداراز د روغتیايي سکټور د ودې، راتلونکو پروژو او همکاريو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزیر ویلي، هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو ترڅنګ د داخلي بودجې له لارې هم روغتیایي نظام پیاوړی کړي.
له بل لوري د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش د روغتیا په برخه کې افغانستان سره د همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.