د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو یې په خوست، غزني، سمنګان، کاپیسا، کندز، غور، بدخشان او روزګان ولایتونو کې ۱۶ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه ژغورلې دي.
محتسبینو ویلي، چې یادې مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو پر بنسټ ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې.
محتسبینو ټینګار کړی، چې په بشپړه توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې د هغوی شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.
