افغان‌الاصله پخوانی امریکايي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد پر کونړ د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه “وحشیانه” بللي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا بریدونه باید په کلکو ټکو وغندل شي.

یاد پخواني امریکایي ډیپلوماټ دا هم ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم دا بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د یاد رژیم هڅې تر پوښتنې لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي رژیم تېره ورځ د کونړ پر مرکز او نورو ملکي سیمو راکټي بریدونه وکړل، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه شهیدان او تر ۷۰ نور ټپیان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version