د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په ۱۱ ولایتونو کې د واورې او د تېزو ورښتونو اټکل کړی دی.
د یاد ریاست په وینا، کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، غزني، اروزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب او جوزجان دا هغه ولایتونه دي، چې په کې د واورې او د تېزو ورښتونو احتمالي وړاندوینه شوې ده.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې، واورو او سختو ورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي و، او لویې لارې یې هم بندې کړې وې.