Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»کاسا ۱۰۰۰ پروژه او افغانستان ته یې ګټې
    لیکني

    کاسا ۱۰۰۰ پروژه او افغانستان ته یې ګټې

    صابر افغانصابر افغان10 مارچ 2024۱ څرگندون2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    پرون د ترکیې په استنبول کې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغزستان د استازو تر منځ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بیا پیل تړون لاسلیک شو.

    د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې شاوخوا یوه میاشت وروسته به د یادې پروژې چارې یو ځل بیا په افغانستان کې پیل شي او د ۱۴۰۴ کال پای کې به بشپړې شي.

    کاسا په انګلیسي کې CASA ده چې مانا یې منځنۍ اسیا-سویلي اسیا ده.د کاسا پروژې له لارې د قرغزستان او تاجکستان ۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته لیږدول کیږي.

    دغه پروژه باندې ۱.۲ میلیارده ډالر لګښت راځي چې نړیوال بانک یې ورکوي، د پروژې چارې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د تحول سره درېدلي وې، چې اوس بیا پیلیږي.افغانستان کې د پروژې یو څه برخه کارونه شوي چې راتلونکي شاوخوا دوه کلونو کې به یې پاتې چارې بشپړې شي.افغانستان ته د یادې پروژې ډیرې ګټې دي. لومړۍ دا چې یاده پروژه کې ۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا لېږدول کیږي، چې ۳۰۰ میګا واټه یې افغانستان ته ورکول کیږي.

    افغانستان دغه برېښنا په ډېر لږ قیمت ترلاسه کوي، چې له امله به یې افغان توکو قیمتونو کې ښه والی هم راشي.د ۳۰۰ میګا واټه برېښنا سره د افغانستان د برېښنا یو څه اړتیا هم پوره کیږي.

    دویمه ګټه یې دا ده چې افغانستان د برېښنا د لېږد فیس هم ترلاسه کوي.درېیمه او ښایي تر ټولو مهمه یې دا ده چې دې پروژې سره سیمه ییز او په ځانګړي ډول د افغانستان ثبات یقیني کیږي.

    افغانستان به د منځنۍ او سویلي اسیا تر منځ د وصل نقطه وي او د افغانستان له همکارۍ او ثبات پرته به د دې لویې پروژې پلي کیدل ممکن نه وي.دغه راز هیله مندي شته چې نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې چارې هم پیل شي.هند هم د هغې پروژې برخه ده او تمه شته چې د دغه ډول پروژو له پلي کیدو سره به سیمه ییز نښلون، همکاري او ثبات ډېر او سیمه به د لا نورې سوکالۍ په لور لاړه شي.

    مخکینۍ مقالهنارنج ګل که وطن ګل
    راتلونکي مقاله د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې نن او سبا د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې

    مربوطه لیکنې

    مخالفې ډلې له واقعي ملاتړه تر تبلیغاتي جګړې

    7 اگست 2026

    ولې بهرنی ملاتړ د نیابتي ډلو د ناکامۍ بنسټ جوړوي؟

    6 اگست 2026

    د جبهاتو نظامي فعالیت که د مالي سرچینو د جلب ارزانه هڅې؟

    6 اگست 2026

    ۱ څرگندون

    1. احمد الله سادات on 12 مارچ 2024 6:42 PM

      څه رقم مقالې ته بوته دمنلو وړ دي

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 8 اگست 2026

    د تېر جمهوريت د فراه او زابل ولایتونو امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی: وطن د شخصي عقدو او سیاسي سیالیو په بیه نه ساتل کېږي

    د تېر جمهوريت د ۴۰۴ میوند زون د پولیسو قوماندان او د فراه او زابل…

    د افغان حکومت مشرتابه د پوهنتونونو له مشرانو سره ناسته کې د محصلینو د علمي او ديني روزنې پر پیاوړتیا ټینګار کړی

    8 اگست 2026

    د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان: پاکستان دې د نورو د دفاع پر ځای لومړی خپل کور سم کړي

    8 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تېر جمهوريت د فراه او زابل ولایتونو امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی: وطن د شخصي عقدو او سیاسي سیالیو په بیه نه ساتل کېږي

    8 اگست 2026

    د افغان حکومت مشرتابه د پوهنتونونو له مشرانو سره ناسته کې د محصلینو د علمي او ديني روزنې پر پیاوړتیا ټینګار کړی

    8 اگست 2026

    د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان: پاکستان دې د نورو د دفاع پر ځای لومړی خپل کور سم کړي

    8 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،238 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.