د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو یې په غزني، غور، بلخ، نیمروز، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې ۳۹ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه ژغورلې دي.
محتسبینو ویلي، چې په بشپړه توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د هغوی شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.
د یادونې ده، د یاد وزارت محتسبینو تر دې وړاندې هم د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونو بېلابېلو قضیو ته رسېدنه کړې ده.


