
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هېواد په ګمرکونو کي د اور لګېدني د ګواښونو د مخنیوي په موخه د دوه میلیونه او ۳۶ زره ډالرو په ارزښت اته عرادې د اور وژني وسایط وپېرل.
مالیې وزارت وایي، د اور وژني دغه وسایط په تېر ۲۰۲۵ کال کي تولید شوي دي او هره یوه یې د ۱۰ زره لېټره اوبو ځایولو ظرفیت لري.
د یاد وزارت په وینا، دغه پېرل شوي وسایط به د حیرتان، آقینې، ننګرهار، هرات، فراه، نیمروز او کندهار ګمرکونو ته وسپارل شي.

