
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغان سرپرست حکومت د مخالفینو غونډه د افغانستان په سیاسي وضعیت کې د بدلون راوستلو لپاره کافي اغېز او وړتیا نه لري. که څه هم یاده غونډه د یوې اوږدې اعلامیې په نشر پای ته ورسېده خو په دا ډول غونډو کې ګډون کوونکي اکثره هغه کسان دي، چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په سیاسي صحنه کې شامل وو او خلک یې د منفورو څهرو په توګه پېژني. دا ډول غونډې د افغانستان په داخلي وضعیت کې مستقیم اغېز نه لري او پرېکړې یې په عملي توګه نشي پلې کېدای.
د ویانا د غونډې ګډونوالو د سرپرست حکومت د راتلونکي پر وړاندې متفاوت دریځونه درلودل. احمد مسعود د مسلح مقاومت پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: چې طالبان یواځې د زور له لارې کمزوري کېدای شي، لیکن ضیا مسعود او ځینې نورو کډونوالو بیا د سیاسي حل لارې او د ملي یووالي پر اړتیا ټینګار کاوه. ځینو ګډونوالو غوښتل چې د طالبانو پر ضد باید یوه واحده جبهه جوړه شي، خو اختلافات پر دې وو، چې دا مشري باید څوک وکړي!؟
یو شمېر ګډونوال د نړیوالو ملاتړ ته هیله مند وو، خو نورو یې فکر کاوه چې نړیوال د سرپرست حکومت پر ضد کوم جدي اقدام نه کوي او باید خپله لاره په خپله ولټوي.
د غونډې د ګډونوالو تر منځ پورته اختلافاتو او متناقض دریځونو ته په کتلو ښيي چې د سرپرست حکومت مخالفین لا هم یو مشخص سیاسي یا نظامي پلان نه لري. که څه هم د غونډې مهم ټکي او اصلي موضوعات د افغانستان سرپرست حکومت نامشروع ګڼل، د یاد حکومت د بدیل جوړولو لپاره عملي ګامونه اخېستل، د ملي یووالي لپاره هڅې، د سیاسي جوړجاړي او خبرو اترو له لارې یو پراخبنسټه حکومت رامنځته کول، د مسلح مقاومت پر دوام ټینګار، د نړیوالو ملاتړ جلبول او په افغانستان سرپرست حکومت فشار زیاتول وو. خو له دې سره سره بیا هم د افغانستان سرپرست حکومت سیاسي مخالفین یو واضح او عملي پلان ته ونه رسېدل.
د سیاسي شنونکو او ځینو منتقدینو په اند د ویانا غونډه د نړیوالو له جدي ملاتړ پرته یواځې یو سیاسي حرکت و، نه یو عملي پلان.
فضل محمود فضلي او عطاء محمد نور له ویانا غونډې سره کلک مخالفت څرګند کړی دی. د سیاسي تحلیل ګرانو په اند عطاء محمد نور او فضلي ځانونه د افغانستان د سیاسي لوبې مهم لوبغاړي ګڼي او نه غواړي چې احمد مسعود یا بل څوک د دوی استازي شي.
دوی باور لري چې د طالبانو ضد سیاسي او نظامي مشري دمګړی هیڅ امکان نه لري، که بیا هم رامنځته کېږي باید د دوی په ګډون او موافقه تنظیم شي، نه دا چې احمد مسعود یا نور افراد یې پرېکړه وکړي.
دغه راز د عطاء محمد نور او فضلي په فکر د ویانا غونډه یوه بې پایلې ناسته وه، چې نه یې د طالبانو پر ضد یو عملي سیاسي پلان درلود او نه یې د نړیوال ملاتړ ضمانت درلود.
د ویانا غونډه که څه هم د طالبانو پر ضد د اپوزیسیون د یووالي لپاره یوه هڅه وه، خو د جدي اختلافاتو، مشخصې اجنډا نه درلودو او د عملي اقداماتو د نشتون له امله یې پایله په بشپړه توګه محدوده وه. ګډونوالو د مقاومت او سیاسي حل لارې ترمنځ جدي اختلافات درلودل، چې د غونډې په جریان کې یې یووالي ته تاوان ورساوه.
دغه غونډې ته کوم نړیوال سازمان یا هېواد د جدي ملاتړ ژمنه ورنه کړه، نو عملي پایله یې هم نه لرله. او د دې تر څنګ نه نظامي، نه سیاسي او نه ديپلوماتيک یو مشخص پلان وړاندې شو، بلکې یواځې بحثونه ترسره شول.