Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د ویانا ناکامه ناسته، تکراري څهرې، تکراري خبرې؛ نمایشي او فرمایشي اعلامیې
    تورې څېرې

    د ویانا ناکامه ناسته، تکراري څهرې، تکراري خبرې؛ نمایشي او فرمایشي اعلامیې

    صابر افغانصابر افغان19 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ویانا کې د سرپرست حکومت د څو مخالفینو دوه ورځنۍ فرمایشي او نمایشي ناسته د یوې مبهمې، مجملې او د ناستې د تمویلوونکو په فرمایشي اعلامیې پای ته ورسېده. دې ناستې ته له اوږدې مودې راهیسې د څو مخالفو ډلو ټپلو، د هغوی د تمویلوونکو او ملاتړو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې پراخ کمپاینونه روان وو. د دې ناستې اصلي موخه دا وه، چې په بهر کې جوړې شوې ډلې او جبهې پکې راټولې کړي، هغوی وهڅوي چې خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي او یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

    خو تر څلورو پرله پسې دغه ډول ناستو وروسته، ان په پنځمه دوره کې هم دوی په دې ونه توانېدل چې حتی هغه کسان سره راټول کړي، چې یو وخت د یوې جالې سپاره وو، بلکې که د دې لړۍ تېرو ناستو ته وکتل شي، ان هغه تېرې څهرې هم نه پکې ښکارېدې، چې دا په خپله د نویو درزونو، ټکرونو او شدیدو اختلافاتو څرګندونه کوي. له بلې خوا تر دې ناستې مخکې د مخالفو ډلو ځینو غړو، پلویانو او تمویلوونکو داسې انګېرله او دومره خوشبینه وو چې ګواکې په دې ناسته کې به جادو وشي او هرڅه به ورسره شي.

    خو دې ناستې وښوده، چې د دغو مخالفو ډلو ترمنځ شته ټکرونه، درزونه، اختلافونه او بدبینۍ تر هغې ډېرې دي چې څومره پرې بیرون تبصرې کېږي. بله مهمه مسئله دا ده، چې په دوی باندې داسې ګونګه، مبهمه او مجمله اعلامیه خپره شوې، چې هره ماده یې د وضاحت په موخه لسګونو نورو مادو ته اړتیا لري، چې دا په خپله د شدید اختلاف، تحمیل شویو، تپل شویو مسایلو، تحمیل شویو، نمایشي او فرمایشي مسایلو ښکارندويي کوي.

    نو د ویانا دا ناسته او اعلامیه یې د تېرو څلورو ناکامو او بې پایلو ناستو لړۍ ده، چې ښايي په خپله ګډونوالو او نورو مخالفو ډلو ته به جدي عواقب ولري. اعلامیې او ابهاماتو او له نورو جریانونو او ډلو سره د ټکر ټکو ته په پام به د دوی ټکرونه لا شدید کړي او دغه راز به یې تمویلوونکو او ډونرانو ته هم دا څرګنده کړي، چې په دغو پرزو او افرادو پانګونه بې ځایه، بې ګټه او هسې د وخت او امکاناتو ضیاع ده، که څه هم دوی یو ځل مخکې ازمویل شوي وو، خو بیا هم چانس ورکړل شو او تر ډېره داسې ښکاري چې دا ازموینه به یې وروستۍ ازموینه شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پرځېدلي جمهوريت د پوهنې وزارت مرستيال سردار محمد رحيمي: د ويانا د غونډې ګډونوال کوم داخلي جريان نه دی، بلکې د قدرت تږي راټول شوي
    راتلونکي مقاله د پوهنتون استاد فيض الله جلال: د ويانا غونډه او ګډونوال یې هیڅ په درد نه خوري او دوی خلکو پېژندلي دي

    مربوطه لیکنې

    له ملي ګټو سره د امرالله صالح د دښمنۍ بل څرک

    22 جولای 2025

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    19 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جولای 2025

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د کېیف او مسکو ترمنځ د سولې درېیم…

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    22 جولای 2025

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،923 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.