شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادرو د امریکا وروستیو پوځي فشارونو ته تسلیم شوی او تازه یې په پټه امریکا ته د دغه هېواد د نفتو او سرو زرو کانونو ته د لاسرسي وړاندیز کړی دی.د لاتین ټایمز د راپور لهمخې نوموړي ویلي، چې له چین، ایران او روسیې سره د اړیکو پرې کولو ته لیواله دی، تر څو له امریکا سره د شخړې مخنیوی وشي؛ خو د ټرمپ ادارې یې دا وړاندیز رد کړی دی.مادورو دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې تازه امریکا د دغه هېواد شاوخوا پوځي فعالیتونه زیات کړي او په ځینو مواردو کې یې د وینزویلا هوایي حریم هم نقض کړی.تر دې څو اونۍ وړاندې د وینزویلا ولسمشر ویلي وو، چې امریکا هڅه کوي په دغه هېواد کې خپل لاسپوڅي رژیم واک ته ورسوي تر څو د وینزویلا کاني زېرمو ته لاسرسی ومومي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: که له واشنګټن سره مو خبرې ناکامه شي؛ نو هر ډول جګړې ته چمتو يو2 فبروري 2026
د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي26 جنوري 2026