اسماعيل خان؛ د لويديځ امير که د فساد امير؟ «دوام»:
د اسمعاعیل خان د پټې څهرې، د ولایت او وزارت پر مهال یې د شرموونکو کړنو د څېړنې په دوام، داسې برخې ته رسیږو چې له ورځني مالي فساد څخه ډېري دي او د يوې سازمان شوې غلا او قانون ماتونې انځور وړاندې کوي، داسې انځور چې ډېر خلک يې د جهاد او دين په نوم د قدرت د مافیا ښکاره بېلګه ګڼي.
په ۲۰۱۲ کال عزیزالله لودین چې په هغه وخت کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې مشر و، د اسماعيل خان له يوې سترې رسوايۍ پرده پورته کړه.
هغه وويل چې دې خودخوانده مشر، د هرات د واکمنۍ پر مهال، سلګونه جریبه دولتي ځمکه چې د ښار په ستراتيژیکو ځایونو کې یې موقعیت درلود، پرته له قانوني مراحلو د ځان او خپلو کسانو په نوم ثبت کړې.
د غصب د لړۍ یوه غوره بېلګه د عبدالمجيد خان زابلي کور دی؛ يو وقفي ملکيت چې په ناقانونه توګه د اسماعيل خان د ښځې په نوم ثبت شو؛ دا د غصب له هغو لسګونو ملکیتونو څخه یواځې یوه بېلګه ده چې اسماعیل خان د خپل قدرت بې پروايۍ پرمهال ولجه کړې دي.
د ځمکې پر غصب سربېره، د افغانستان له ملي بانک څخه د میلیونونو ډالرو غلا هم د دې بدنام کس له پټو کړنو څخه وه؛ راپورونه ښيي چې هغه د خپل ولايت پر مهال تر ۷۰ میلیونه پورې ډالره له ملي بانک څخه ایستلي، چې نه سند يې شته او نه يې د مصرف څرنګوالی معلوم دی.
لکه څرنګه چې اسماعيل خان د جهاد په نوم له قدرت او نفوذ ډېره ګټه پورته کړې وه، کله چې د ماليې وزارت د اشرف غني په مشرۍ د غلا شویو پیسو د څېړنې لپاره اقدام وکړ، دې اقدام یې د اسماعيل خان د سياسي نفوذ په وړاندې کار ونکړ او هېڅ ادارې یې د پوښتنو ګروېږنو جرأت نه درلود.
د هرات ګمرکونه لکه اسلام قلعه، تورغونډۍ او نور مهمې عايداتي سرچينې وې، خو د اسماعيل خان د واک پر مهال ددې په ځای چې عواید یې ملي خزانې ته ولاړ شي، د اسماعیل خان شخصي حسابونو، د کورنۍ پروژو او په هغه پورې تړلو وسله والو ډلو ته تلل.
په هماغه ورځو کې د هرات ځینو اقتصادي مخورو څو ځلې خبرداری ورکړ چې ګمرکي عواید کابل ته نه رسېږي او په پټه د شخصي ګټو لپاره کارېږي؛ که څه هم ددې ادعا د پخلي لپاره رسمي اسناد پیدا کول خورا سخت وو، خو میداني او عیني شواهدو د تائید ټاپه پرې وهله.
اسماعيل خان په داسې حال کې له واکه لرې شو، چې د هغه د شتمنيو په پلټنه پسې ډیرو خلکو سترګې ګنډلې وې؛ د هرات په ګرده پارک کې د استقلال مجلل هوټل، په ښار کې پراخې پانګونېاو په ايران کې د شتمنيو راپورونو ګڼې پوښتنې راولاړې کړې، يو والی او وزير چې میاشتني معاش يې څو لس زره افغانۍ و او مخکې يې هم کومه شتمني نه لرله، دا دومره ډیره شتمني څنګه ترلاسه کړي؟
جالب خبره دا ده چې کله دا تورونه په رسنیو کې خپاره شول، اسماعيل خان له خپل جهاد څخه د وسیلې په توګه ګټه پورته کړه؛ هغه خپل بې خبره ملاتړي لارو ته را وه ایستل، په جهادي جامو او مذهبي شعارونو سره یې په اسماعیل خان هر راز نیوکه د مجاهدینو سپکاوۍ وباله؛ دا هغه تګلاره وه چې په هغه وخت کې یې د اسماعيل خان د محاکمې په مخنیوي کې غوښن رول ادا کړ.
د اسماعيل خان کړنې لکه د نورو ځان بللو مشرانو او بدنامو جنګ سالارانو په څېر د جمهوريت د نظام په اوږده زنځيري فسادکې یواځې يوه برخه ده؛ هغه زنځير چې له جهادي مشرانو نیولې تر نورو سیاستوالو، ټول په بر کې نیسي.
په پای کې ویلای شو چې د اسماعيل خان له شرمونکو کړنو څخه څرګندیږي چې هغه په فساد او قانون ماتونو کې یو لتاړ انسان دی چې د خلکو د خدمت پر ځای یې د جهاد په نوم د بیت المال مالونه غلا کړل، په وړاندې یې پورته کېدونکی غږ چوپ کړ. د هېواد د جوړولو پر ځای یواځېې د ځان لپاره د پيسو او قدرت خپلولو په لټه کې و، دا یو داسې حقیقت دی چې انکار نشي ترې کېدلی او د خلکو له یاده هم باید ونه وزي.
ادامه لري…
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.