د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد فاضل مظلوم او د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د ټرانسپورټي پروژو د پلي کېدو، د ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو د جوړولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ناسته د دواړو وزیرانو، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معینانو په ګډون ترسره شوې، چې پکې د ټرانسپورټي او خدماتي پروژو پر وخت او اغېزناک پلي کېدو، د ښاري نظم د ښه والي او مسافرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو پر جوړولو او تنظیم بحث شوی دی.
همدارنګه، دواړو لورو د اړوندو پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.


