Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د ټرمپ خبرو ته توند نړيوال غبرګونونه؛ غزه د فلسطينیانو خاوره ده او هغوی باید هلته مېشت وي
    منځنی ختیځ

    د ټرمپ خبرو ته توند نړيوال غبرګونونه؛ غزه د فلسطينیانو خاوره ده او هغوی باید هلته مېشت وي

    صابر افغانصابر افغان5 فبروري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د صهيونيستي اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې پلان لري له غزې څخه فلسطيني وګړي وباسي او ياده سيمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

    د ټرمپ دې غير مسؤلانه خبرو ته د حماس غورځنګ په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو او سياسيونو توند غبرګون وښوده او د ټرمپ دا پلان یې ښکاره تېری بللی.

    د سوريې د بهرنيو چارو وزير «اسعد حسن الشيباني» د ټرمپ د خبرو په ځواب کې ويلي، له غزې څخه په زور د خلکو اېستل د هغوی هيلې وژل دي او د سيمې د بې ثباتۍ لامل کيږي.

    د دې غبرګونونو په لړ کې د انګلستان د بهرنيو چارو وزیر «ډېوېډ لامي» ويلي، موږ بايد په غزه کې د فلسطينيانو اوسېدل يقيني کړو.

    بل لور ته د هسپانیې د بهرنيو چارو وزير «خوزه مانوئل البارس» د ټرمپ د خبرو په ځواب کې ويلي، په دې اړه زموږ موقف واضح او ښکاره دی، غزه د فلسطينيانو خاوره او ځمکه ده او هغوی بايد هلته مېشت وي.

    د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې «انالنا بئربوک» بيا ويلي د غزې تړانګه او شرقي قدس د فلسطينیانو ځمکه او خاوره ده.

    امریکايي دیموکرات سناتور «کریس میرفي» بيا د ټرمپ له لوري غزې ته د خپل پوځ د لېږلو په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه‌ لیکلي، «ټرمپ خپل عقل په بشپړ ډول بایللی دی، د امریکا لخوا د غزې یرغل به زرګونه امریکایي عسکر ووژني او د لسګونو کلونو لپاره به د منځني ختیځ جګړې ته دوام ورکړي، د ټرمپ خبرې د یوې بې کاره ټوکې په څېر دي».

    مخکینۍ مقالهامریکا له سوریې د خپلو ځواکونو د ویستلو پلانونه جوړوي
    راتلونکي مقاله افغان ځانګړو ځواکونو د هېواد په شمال کې د یو لړ بریالیو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې غړي نیولي

    مربوطه لیکنې

    د اسرائیلي رژیم د امنیتي څېړنو انسټیټیوټ: د نتنیاهو پر حکومت د عامو اسرائیلیانو باور ۲۳ سلنې ته راټیټ شوی

    3 اگست 2025

    حماس غورځنګ: د اشغال تر پای او د يوه خپلواک فلسطيني دولت تر جوړېدو به هېڅکله تسليم نه شو

    3 اگست 2025

    حماس غورځنګ ويلي، د اسرائيلو له لوري پر دوی د مرستو د غلا تورونه بې اساسه‌ دي

    2 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 اگست 2025

    د اقتصاد وزارت سرپرست د اندونیزیا له شارژدافیر سره پر اقتصادي مسایلو خبرې کړي

    ‏د اقتصاد وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف کابل کې د…

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    3 اگست 2025

    بلوڅ آزادي غوښتونکو ډلو تېره مياشت د پاکستان حکومت ۳۶۴ کارکوونکو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    3 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اقتصاد وزارت سرپرست د اندونیزیا له شارژدافیر سره پر اقتصادي مسایلو خبرې کړي

    3 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    3 اگست 2025

    بلوڅ آزادي غوښتونکو ډلو تېره مياشت د پاکستان حکومت ۳۶۴ کارکوونکو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    3 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،994 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،940 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.