د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي چې، د امریکا په راتلونکي حکومت کې به هیڅکله امریکايي ځواکونه بیا ځلې افغانستان ته ستانه نشي.

واشنګټن پوسټ د والټز له قوله لیکلي چې، افغانستان هغه ته اوس هم ډېر اهمیت لري، وضعيت یې څاري او د بېرته ورتګ کومه اړتيا نه ويني.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم ډېرو لوړ پوړو امريکايي چارواکو له افغانستان څخه وتل د ځان لپاره ښه پرېکړه ګڼلې او ويلي یې دي چې بيا به داسې تېروتنه ونه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version