رویټرز د یوې باخبره سرچینې له قوله ویلي، چې د امریکا مرستیال ولسمشر «جي ډي وېنس» لا تر اوسه پاکستان ته له ایران سره د احتمالي دویم پړاو خبرو لپاره نه‌دی تللی.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوربند د پای ته رسېدو له ضرب‌الاجل وړاندې به پاکستان ته یو امریکایي پلاوی واستوي څو له ایران سره مذاکرات ترسره شي.

یوه بلې باخبره سرچینې ویلي، که څه هم امریکایي پلاوي تر اوسه حرکت نه دی کړی، خو تمه کېږي چې نن سه شنبه اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

له بل لوري د ایران حکومت د پاکستان په کوربه‌توب له امریکا سره دویم پړاو مذاکراتو کې خپل ګډون نه‌دی کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version