Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د ټلوالې ټټو
    تورې څېرې

    د ټلوالې ټټو

    صابر افغانصابر افغان25 فبروري 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اېمل پښتون

    توند خویه او بې رحمه دوستم، چې نوم یې عبدالرشید د عبدالرحیم زوی دی. هغه د قزاق ازبک د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې زیږیدلی دی، تر شپږم ټولګي پورې يې د خواجه دوکوه په لومړني ښوونځي کې زده کړې، کړې دي او په يوه بزګره کورنۍ کې رالوی شوی دی، له ماشومتوبه یې له ښوونځي وروسته له خپل پلار سره په ځمکه کې کار کاوه، په ۱۳۵۸ کال کې د شبرغان د نفتو او ګازو په اکتشافاتو کې د کارګر په توګه په دنده وګمارل شو، هغه د برمې په ټاور او څانګه کې درې کاله کار وکړ. څرنګه چې هغه ته خپلو همکارانو “دوستم” ویل، وروسته د هغه تخلص “دوستم” شو. په هغه وخت کې هغه د یو کارګر له خوا دیموکراتیک ګوند ته جذب شو.د دوستم په وينو او رګونو کې د خيانت او جاسوسۍ ماهيت اغښل شوی و، ترکیې، ازبکستان، قزاقستان، روسیې او امریکا د یو غلام نوکر، جاسوس او خروړي سپي په ډول استعمال کړ.ظالم او نوکر دوستم چې له ویسکي شرابو سره یې ځانګړې علاقه درلوده، په افغان اولس کې یوه متنفره او منحوسه څېره ده. لاسونه یې تل د ملت په وینو سره دي، وختونه وړاندې یې د یوه کور په نوکر جنسي تېری هم وکړ او همدارنګه خپلو کسانو ته يې امر کړی و، چې د پارلمان یو غړی تر وهلو ډبولو وروسته په جنسي توګه آزار کړي، د ایشچي موضوع خو رسنیزه، د ده او دې ده د پیرانو پر ټنډه تور داغ دی. دوستم هغه کس و چې د خپلې ملېشې په مرسته يې د (١٩٩٠م) کلونو په اوږدو کې کابل سخت وران کړ او ويې لوټه. ده په ٢٠٠١م سلګونه طالبان په کانتنرو کې تر ايسارولو وروسته تری تام او قتل عام شهيدان کړل. هغه طالبان درویشت کاله پخوا د یوہ تفاھم په نتیجه کې دوستم ته د نړ‎یوال ضمانت او امریکا په منځگړ‎یتوب تسلیم شوي و.دوستم ھغه مجاھدین چې تعداد یې د درې زرہ کسانو په شاوخوا کې و، په کانتینرونو کې بند کړ‎ل؛ ھغه مھال نه سور صلیب راغی، نه د عفوې نړ‎یوال سازمان مداخله وکړ‎ہ، نه د بشر حقوقخیلو اعتراض وکړ‎.تسلیم شوي مجاھدین څه د آکسیجن د کمښت له امله په شھادت ورسېدل او پاته یې دوستمیانو په گولیو وویشتل.د امریکې په دې ھم زړ‎ہ یخ نه شو، رمز فیلډ د امریکا د ھغه مھال دفاع وزیر دوستم ته د وژل شویو کسانو د سوځولو امر وکړ‎! دوستم څه وسوځول او پر پاته جسدونو یې خاورې واړ‎ولې.ملا فاضل یې د جنگي مجرم په توگه امریکې ته وسپارلو خو د نړ‎ۍ ھیڅ حقوق پوہ له امریکې څخه په نړ‎یوالو قوانینو کې د جنگي مجرم د تعریف پوښتنه و نه کړ‎ای شوہ. له امریکا سره يې پر افغانستان د حملې پر مهال لاس یو کړي و، دا هر څه د امریکا په اشاره تر سره کېدل، د بوش د ادارې او دوستم انډيوالي په یوه ګډه نقطه سره جوړېده، چې هغه د اسلام ضد مبارزه وه، د دوستم لاسونه د بې ګناه افغان نارینه وو، ښځو او ماشومانو په وینو رنګ شول. د واک او قدرت هوس دوی د ظلم او خیانت په لاره کې ودرول، په جبر او ظلم يې لاس پورې کړ او خپل مخالفت یې په وحشت، ډار او قتل سره څرګند کړ. هغه خلک چې دوی یې د ساتنې ادعا کوله، د دوی د واک وژونکې لوبه کې پیمال او د واکمنۍ لپاره د دوی د نه مړېدونکې لوږې په قربانګاه کې قرباني شول. د دوی د ظلمونو غږونه لا هم په افغانستان کې اورېدل کېږي، چې د دوی په تاریخ کې د تور څپرکي یو تور یاد دی. د دوی د اعمالو داغونه ژور دي، د هغو کسانو په زړونو او ذهنونو کې چې د دوی د ترور له واکمنۍ څخه ژوندي پاتې شوي دي، د درد او کړاوونو میراث دی، چې هېڅکله له مینځه وړل کیدی نشي، موږ باید هغه ژوندونه په یاد ولرو چې له لاسه ورکړل شوي، هغه ځورېدلې او ټوټه شوې کورنۍ په یاد ولرو چې لا هم د یو چا د راتګ خوبونه ويني او هغه خوبونه هېر نه کړو چې د دوی د بې رحمه تعقیب له امله مات شوي دي.لنډه دا چې د دوستم غلا، قتل، ظلم، زورواکي، جاسوسي او بې عزتي دومره دردونکې او اوږده ده، چې له مبالغې پرته باید د ده د ظلمونو کیسې په څو ټوکونو کې ولیکل شي.

    مخکینۍ مقالههمه شموله که د جاسوسانو داخلول؟
    راتلونکي مقاله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ترکمنستان ته په رسمي سفر روان شو

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.