Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د پاکستاني طالبانو غورځنګ له خوا یو شمېر ولایتونو لپاره نوي ملکي او نظامي چارواکي معرفي شوي
    سیمه

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ له خوا یو شمېر ولایتونو لپاره نوي ملکي او نظامي چارواکي معرفي شوي

    صابر افغانصابر افغان19 جنوري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، تر خپل کنټرول او نفوذ لاندې سیمو کې د ملکي او نظامي ادارو لپاره اداري تشکیل معرفي کړی.

    یاد غورځنګ د دېره اسماعیل خان ولایت لپاره د والي په توګه ثاقب ګنډاپور، د استخباراتو د رئیس په توګه سعد، د یاد ولایت د اقتصاد رئیس په توګه فیصل، د معارف رئیس په توګه مولوي سنګر، د دعوت او ارشاد رئیس په توګه مفتي شهاب الدین او د دغه ولایت د قطعې د مشر په توګه زاهد ګنډاپور ټاکلي دي.

    پاکستاني طالبانو غورځنګ په نویو ټاکنو کې د جنوبي وزیرستان ولایت لپاره ابوطلحه د والي، مولوي اخلاص یار د استخباراتو د مشر، عاجز د اقتصاد رئیس، مولوي حامد د دعوت او ارشاد رئیس او مولوي کاشف د پوهنې د رئیس په توګه ټاکلي دي.

    یاد غورځنګ د شمالي وزیرستان لپاره د والي په توګه بلال فاروقي، د استخباراتو د مشر په توګه اصف د ملکي او پوځي ادارو لپاره یو شمېر نور چارواکې معرفي کړي دي.

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ د اعلامیې له مخې، په تازه ټاکنو کې د بنو ولایت لپاره، مولانا صفدر د والي، قاري صفدر د استخباراتو د مشر، یاسر د اقتصاد رئیس او مولوي سلمان د معارف رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

    د یاد غورځنګ له خوا مولوي سیف الله مروت د لکي مروت ولایت د والي په توګه، مولوي مسرور د ټانګ ولایت لپاره د والي په توګه او ښاغلی عمر عزام د کرک ولایت د والي په توګه ټاکل شوي دي.

    مخکینۍ مقالهحماس نن د اوربند په لومړۍ ورځ درې اسرائيلي بنديان خوشې کوي
    راتلونکي مقاله غزه کې‌ جګړه په بشپړ ډول ودرېده او اوربند پيل شو

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    2 دسمبر 2025

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 2 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو نن ورځ غرمه مهال، د يوه هدفي…

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    2 دسمبر 2025

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.