
د پاکستاني طالبانو غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځواکونو یې تېره ورځ (پنجشنبه) د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو ۲۰ جلا-جلا بریدونه ترسره کړي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه بریدونه په پېښور، جنوبي وزیرستان، باجوړ، دېره اسماعیل خان، ټانک، خیبر، لکيمروت، پېښور، بنو او مومندو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې دغو بریدونو کې د پوځي رژیم عسکرو ته له درنې مرګژوبلې اوښتو سربېره دروند مالي زیان هم اوښتی دی.
د ویلو ده، چې د پسرلي په رارسېدو سره د پاکستاني طالبانو له خوا پاکستان او خیبر پښتونخوا کې پر پوځي او امنیتي مرکزونو بریدونه څو چنده زیات شوي دي.

