Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پاکستاني پوځ جنایت او د زوال له کندې د راپورته کېدو ناکامې هڅې!
    لیکني

    د پاکستاني پوځ جنایت او د زوال له کندې د راپورته کېدو ناکامې هڅې!

    صابر افغانصابر افغان25 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    پاکستاني پوځ تېر ماښام د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې پر وزیرستاني کډوالو او یو شمېر نورو بې ګناه وګړو هوايي بریدونه کړي دي، چې د راپورونو له مخې، د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې یو شمېر ملکیانو او کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستان وايي دا بریدونه یې د پاکستاني طالبانو پر غړو کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده؛ خو سیمه ییزې سرچینې او ولسي وګړي وايي، چې قربانیان ټول ملکیان دي او دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې هم په خپرو شویو انځورونو کې د ماشومانو په وینو لړلي جسدونه ښکاري.

    د ملي دفاع وزارت دا برید وحشیانه او د افغانستان پر خاوره تېری بللی او خبرداری یې ورکړی چې پاکستان ته به د دغه برید سخت ځواب ورکړي. پاکستاني پوځ، امنیتي ادارې او په ټوله کې یې حکومت له اوږدې مودې راهیسې د پردیو پروژو د تطبیق او د څو چارواکو او ګوندونو د شخصي ګټو د خوندیتوب، پردیو هېوادونو ته د خوش خدمتۍ او د غرب د خوشحالولو لپاره له اوږدې مودې راهیسې له خپل ولس سره عملاً په جګړه کې ښکېل دی. پاکستاني حکومت دغه هېواد د ناسمو پالیسیو له کبله د پاشلتیا او ټوټه کېدو پر پله درولی دی.

    یاد حکومت او پوځ د پاکستان دننه هر هغه څوک وژني، زنداني او ترې تم کوي، چې د دوی د دغه پروژو او پالیسیو خلاف غږ پورته کوي او ورسره مخالفت څرګندوي. دغه راز د پاکستان اوسني جوړښت ته په کتو، چې اکثریت واکمنان او امتیازات یې تنها تر یوه ایالت (پنجاب) پورې مختص کړي، نور قومونه، پرګنې او ایالتونو یې له خپلو حقه حقونو محروم کړي او آن د دوی حقونه او خپلې زېرمې د لوټ او تالان په ډول وړي او له هغه ترلاسه شوې پیسې یوازې د پنجاب ایالت په رغونې، خلکو ته یې د ژوند د ښه امتیازاتو پر چمتو کولو، د څو مشخصو ګوندونو، اشخاصو او قشرونو د شخصي ګټو او تجارتونو پر خوندیتوب او پراختیا لګوي.

    د پاکستاني پوځ او حکومت دغه بې عدالتیو، محرومیتونو، دسیسو او ظلمونو هلته مېشت نور قومونه او ایالتونه اړ کړي، چې د دغه هېواد د ظالم پوځ پر وړاندې وسله پورته کړي، د ځان، مال، ناموس او شتمنیو مشروع دفاع وکړي. پاکستاني پوځ له څو لسیزو راهیسې سلګونه زره بلوڅان، پښتانه، سندیان او کشمیریان وژلي، ترې تم کړي او په زندانونو کې یې سخت شکنجه کړي دي. دا لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ هلته په یوه او بله بهانه سلګونه کسان له ورته برخلیک سره مخ کېږي، کورونه یې ورته ورانېږي او په زور له خپلو سیمو ایستل کېږي. همدا راز د بلوڅانو، پښتنو، سندیانو او کشمیریانو له سیمو د طبعي زېرمو بډایه سیمې لوټل کېږي او پنجاب ته ترې وړل کېږي.

    دغه محروم خلک، قومونه او قشرونه له مجبورې ورځې د پاکستاني ظالم پوځ پر وړاندې راوتلي او دا هېواد یې د سقوط پر پله درولی، خو حکومت او پوځ یې په ډېره بې شرمۍ او ګستاخۍ سره د دغه وضعیت پړه پر نورو او ځانګړې توګه افغانستان اچوي. دا دی په وروستي اقدام کې یې د افغانستان پر خاوره وحشیانه، ظالمانه او جنایتکارانه توګه تېری وکړ او ملکیان یې په نښه کړل.

    د پاکستان دا برید به د تېر په څېر بې ځوابه پاتې نه شي، خو د دغه جنایتکاره پوځ پر وړاندې به د افغانانو کرکه لا ډېره کړي او دا ډول خپلسرۍ، جنایتونه، وحشتونه او ظلمونه به جنایتکاره پاکستانی حکومت او پوځ له زواله ونه ساتي او د خپلې بقا ورځې او شپې به یې نورې هم رالنډې کړي.

    پاکستانی حکومت او پوځ همدا اوس هم په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او رواني لحاظ په تر ټولو متزلزله او ناوړه حالت کې دی. په کور دننه ترې د خلکو کرکه اوج ته رسېدلې، له هېڅ ګاونډي سره ښې اړیکې نه لري، پر نړیوال ستېج تر ټولو په لوېدلي حالت کې قرار لري او دا اوسنۍ سرګردانه، لالهانده او ړندې منډې ترړې به یې د زوال له کندې را پورته نه کړي.

    مخکینۍ مقالهد برتانوي پوځ پنځمه برخه سرتېري د روغتیایي ستونزو له امله د جګړې توان نه‌لري
    راتلونکي مقاله بلوڅ وسله‌والو تازه د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو نږدې لس بریدونه کړي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.