Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستاني پوځ ناسنجیده اقدامات، د پاکستان ولس قرباني کوي
    سیاسي لیکني

    د پاکستاني پوځ ناسنجیده اقدامات، د پاکستان ولس قرباني کوي

    صابر افغانصابر افغان4 دسمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان او افغانستان تر منځ روان کړکېچ د سیمې د امنیت، سیاسي ثبات او ولسي اړیکو پر راتلونکې ژور سیوری غوړولی دی. په داسې وخت کې چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو اوربند رامنځته شوی و او هڅې روانې وې چې د تفاهم نورې دروازې پرانیستل شي، خو د پاکستان له لوري یو ځل بیا د افغانستان هوایي حریم نقض او په خوست، کونړ او پکتیکا کې بې ګناه وګړي په نښه کړای شول؛ د پاکستان دا ناسنجیده اقدامات څرګندوي چې د پاکستاني پوځ دننه د خاصې کړۍ ارادې ناسمې دي.

    افغان حکومت څو ځله خبرو اترو ته د احترام له امله د صبر او سیاسي حوصلې څخه کار واخیست. د افغانستان له لوري د تاوتریخوالي د پراخېدو مخنیوی وشو، تر څو د منځګړیتوب او خبرو اترو پروسه زیانمنه نه شي، خو د پاکستاني پوځ د یوې خاصې شریري کړۍ چلند وښودله چې دوی د دې زغم معنی په کمزورۍ تعبیر کړې ده. پاکستاني لوري نه د خبرو ارزښت درک کړ او نه یې په سیمه کې د سولې اړتیا جدي ونیوله. که د دغه خاصې کړۍ پاروونکي اقدامات دوام ومومي، نو افغان حکومت به هم هم د خپلو خلکو او هېواد د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي او دا یې سالم حق هم جوړېږي.

    د پاکستان دننه سیاسي او ټولنیز واقعیتونه بیا د دې کړکېچ بل اړخ روښانه کوي. ولس، سیاستوال، دیني عالمان او مدني قشر له کلونو راهیسې دې پایلې ته رسېدلي چې د سیمې بحرانونه د پاکستان د پوځي کړیو د ناسمو پالیسیو او غیر معقولو اقداماتو له امله رامنځته کېږي. هغه کړۍ چې د رژیم اساسي تصامیم نیسي، تل د فشار، مداخلې او امنیتي ستونزو په دوام کې خپله ګټه لټوي.

    په افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې مداخلې، هوایي حریم یې نقضول، په مختلفو بهانو دروازې تړل، سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابول، د کډوالو جبري ایستل او له ګاونډیانو سره نښتې رامنځته کول د پاکستاني پوځ د خاصې کړۍ د ناسمو پریکړو تاریخي برخه ده.

    د پاکستان پوځ، سیاست د داسې وسیلې په توګه کاروي چې د ولس پام له اصلي ستونزو څخه واړوي. د داخلي ناکامیو، اقتصادي سقوط، سیاسي شخړو او د حکومتونو د ناپایدارتیا ټول مسؤلیت د «بهرني ګواښ» په نوم پر نورو هېوادونو ور اړوي. د افغانستان له لوري هر ډول نرم غبرګون د دوی لپاره یوه بله پلمه ګرځي چې په خپلو تېروتنو پرده واچوي.

    په قطر او ترکیه کې له مذاکراتو وروسته نړیوال منځګړي په ښکاره پوه شوي چې افغان حکومت د خبرو له لارې د ستونزو حل ته لېوال دی او د کشمکش د پراخېدو مخنیوی غواړي، خو پاکستانی پوځي رژیم په نامعقولو غوښتنو د سیاسي او ډیپلوماتیکې فضا پر ځای د فشار فضا رامنځته کوي. خو د دوی دا چلند یواځې د افغانستان په زیان نه دی، بلکې د پاکستان د ولس لپاره هم سخت زیان لري، ځکه اوږد مهاله کړکېچ تل د ولسي ژوند د بربادۍ سبب ګرځي.

    اساسي پوښتنه داده چې ولې پاکستانی پوځ هر ځل د سولې پر ځای کړکېچ ته ترجیح ورکوي؟ ځواب یې ساده دی؛ ځکه ترجیح ورکوي چې کړکېچ د پوځي کړۍ د واک د دوام تضمین دی، هر ځل چې په هېواد کې سیاسي ګډوډي زیاتېږي، د پوځ رول ورسره پراخیږي، هر ځل چې په سیمه کې تاوتریخوالی ډېر شي، پوځ ځان د یوازیني «ضروري قوت» په توګه وړاندې کوي؛ دا یې هغه دایمي ناسم منطق دی چې پاکستانی ولس یې قرباني کېږي، خو پوځ بیا ځان پرې مستحکم کوي.

    د پاکستان ولس، علماء، سیاسيون او ټول محلي مشران باید دې حقیقت ته متوجه شي چې د دواړو ملتونو د اړیکو خرابېدو تر ټولو ستر لامل د پاکستان پوځ او هغه استخباراتي ذهنیت دی چې د کړکېچ د تولید او تکرار په دوام کې خپله بقا ویني. که خلک دا درک نه کړي، نو ستونزې به هر کال نوې بڼه غوره کوي او د سیمې ثبات به لا کمزوری کېږي.

    افغانستان تر ډېره هڅه کړې چې د خبرو، درناوي او زغم له لارې په اړیکو کې راغلي درزونه کم کړي، خو دا په دې معنی نه ده چې د چا د زیاتي او تجاوز په وړاندې به خاموش یا بې ځوابه پاتې شي. د دې خبرې ادراک ضرور دی چې د سیمې راتلونکې یواځې هغه مهال روښانه کېدای شي چې پاکستان خپله اوسنۍ محاسبه بدله کړي او د همکارۍ، برابرۍ او متقابل احترام پر لاره قدم کېږدي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي
    راتلونکي مقاله ولادیمیر پوتین نن پنجشنبه په رسمي سفر هند ته ځي

    مربوطه لیکنې

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    پاکستان او مجازي مقاومت؛ له تشو ادعاوو تر ښکاره ګواښونو

    1 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 4 دسمبر 2025

    روسیې د اوکراین ژاپورېژیا ښار دوه نور کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي

    د روسیې پوځ اعلان کړی، چې د زاپوریژیا په سیمه کې یې د زیلېني‌های او…

    تهران کې افغان سفیر، د معلولیت لرونکو نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې ګډون کړی

    4 دسمبر 2025

    د غزې رفح سیمه کې محاصره فلسطیني ځواکونو پر صهیونیستي اشغالګرو برید کړی

    4 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    روسیې د اوکراین ژاپورېژیا ښار دوه نور کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي

    4 دسمبر 2025

    تهران کې افغان سفیر، د معلولیت لرونکو نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې ګډون کړی

    4 دسمبر 2025

    د غزې رفح سیمه کې محاصره فلسطیني ځواکونو پر صهیونیستي اشغالګرو برید کړی

    4 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،032 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،084 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.