Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستان – افغانستان کړکېچ؛ مخالفین ولې د پاکستان ننګه کوي؟
    سیاسي لیکني

    د پاکستان – افغانستان کړکېچ؛ مخالفین ولې د پاکستان ننګه کوي؟

    صابر افغانصابر افغان23 نوومبر 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان چې د افغانستان ګاونډی هېواد دی، نن سبا له سیاسي ګډوډۍ او داخلي نظام د پرځېدو له حالت سره مخ دی، ځکه خو په هر ممکنه اقدام لاس پورې کوي ترڅو بېرته خپل له لاسه ورکړی دریځ ترلاسه او په ولس کې خپل زیانمن شوی حیثیت را ژوندی کړي.

    کله له هند سره شخړې کوي او خپل ځواک ښيي، کله د خپلې وسلې شپیلۍ د افغانستان په لوري نیسي او ننداره جوړوي؛ دا ټولې بې ځایه هڅې دي چې د دې هېواد کورنی ناورین یې لا پیاوړی او د دولت توان یې نور هم کمزوری کړی دی.

    دې پېښو ته هغه وخت لا ډېر د رسنیو پام ور واوښت چې پاکستان خپلې اړیکې له افغانستان سره ترینګلې کړې، یرغلګر هوايي برید یې وکړ او ملکي سیمې یې په نښه کړې.

    د روان کال د اکټوبر پر نهمه د پاکستان بزدلانه برید پیل شو. ورپسې د افغانستان غیورو او هېوادپالو ځواکونو چټک ځوابونه ورکړل او درې پړاوه بې پایلې خبرې – اتري هم د پاکستاني پلاوي په ښکاره ماتې سره پای ته ورسېدې.

    په دې حالت کې تر ټولو د پام وړ ټکی د هغو تښتېدلو مخالفینو منفي رول دی چې د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي، پر افغانستان د شویو بریدونو دفاع کوي او د پاکستان له لوري د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله سترګې پټوي. دا هماغه بدرنګې څېرې دي چې یو وخت په دې خاوره کې د خلکو پر اوږو سپاره وو او د هغوی وینې یې زبېښلې؛ نن هم د دښمن په تله کې ناست دي او د خپل ملت په ضد یې لاس ورسره یو کړی.

    د پاکستان په تړاو د افغانستان د حکومت دریځ روښانه دی، هر کله چې پاکستان د خبرو – اترو او متقابل تعامل لاره پرېږدي او یوازې د زور، برید او وسلې ژبه وکاروي، ځواب به هماغه وي چې ویې لید، بیه به یې هم د خپلو سرتېرو په وینو پرې کوي.

    په دې سیمه‌‌ییزو بدلونونو کې پاکستان تر بل هر هېواد ډېر زیان ویني، بل لوري ته د افغانستان لپاره دا زمینه برابرېږي چې له نورو او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او اړیکو لارې چارې هواري کړي.

    د اوسني حکومت له لوري له پاکستان سره د سوداګرۍ په کچه کې لوی کموالی او له سوداګرو څخه، د پاکستاني شرکتونو سره د حسابونو د تصفیې غوښتنه، د پریکړې او عملي اقدام څرګندې بیلګې دي چې افغانستان د پاکستان په وړاندې تر لاس لاندې نیولي دي.

    له دې وضعیت سره سره، تښتېدلو مخالفینو او هېواد پلورونکو ډلو ځانونه د پاکستان په غېږه کې اچولي، د هغه هېواد د توند او تېز دریځ او یرغلګرانه تګلارې په ملاتړ سره دا فاجعه نوره هم ژوره او ځان رسوا کوي.

    دا هېواد پلورونکې ډله نه اوس او نه پخوا د خپل ملت ترڅنګ ولاړه وه؛ دوی هېڅکله د افغانستان د خلکو خیر نه دی غوښتی، بلکې تل یې د تضاد او دښمنۍ لارې نیولې، دښمن ته یې لاس ورکړی او د هغوی په ننګین دسترخوان یې ځانونه ماړه کړي.

    هغه څه چې پاکستان یې د افغانستان په اړه په ذهن کې ګرځوي، د اقتصادي او سیاسي فشارونو زیاتول او د کډوالو د ایستلو شدت دی، ترڅو د افغانستان په حکومتي جوړښت کې درز رامنځته کړي. د پاکستان مسؤل او نفوذ لرونکي ارګانونه یا ځینې اغېزمنې کړۍ او د خپلو ګټو پالونکې ډلې داسې انګیري چې ګواکې دا اقدامات به د افغانستان د حاکمیت په بدلون کې رول ولري او ژر یا پس به حالت ګډوډ او وننګوي.

    خو دا هر چاته روښانه ده چې نن افغانستان تر بل هر وخت پیاوړی، باعزته او خپلواک دی، هېڅ ځواک نشي کولی د دې هېواد استقلال وګواښي یا یې آزادي بیرته ترې واخلي.

    د پاکستان په اوسني ګډوډ حالت کې، د دې په ځای چې دا مخالفین د خپل ملت ترڅنګ ودریږي او د اختلافاتو په ځای د پاکستان په وړاندې ورسره یو موټی شي، په ښکاره توګه د دښمن تر څنګ ولاړ دي او د خپل ملت سترګو ته خاورې ور شیندي.

    که وضعیت لږ له داخل څخه وڅېړو، پاکستان او دا مخالفین دواړه د افغانستان د واکمنۍ په تړاو، د اروپا د ځینو هېوادونو پر بې‌ثباته، غیر مستقیم او ځینې وخت مکارانه ملاتړ زړونه تړي، فکر کوي چې افغانستان به یو ځل بیا د جګړې پخواني حالت ته وګرځي، خو دا یو ړوند فکر دی؛ د جګړې تور باب په افغانستان کې تړل شوی، هر څوک چې دا هیله لري، په دې باید وپوهېږي چې په جعلي سکه قمار وهي او لوبه یې بایللې ده.

    افغانستان د کلونو قربانیو او د خپلو شهیدانو په وینو ملي استقلال بېرته ترلاسه کړی، نور به هېچا ته اجازه ورنکړي چې د دې خاورې د حریم حرمت مات کړي. خو چیرته دي داسې اورېدونکي غوږونه او پوهه چې دا حقیقت درک کړي او له بې‌ ځایه جنجال او بزدلانه دسیسو څخه لاس په سر شي؟

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههندوستان، افغانستان کې د درملو د تولیدي کارخونو جوړولو ته چمتووالی ښودلی
    راتلونکي مقاله پر غزې د صهیونیست رژیم په تازه بریدونو کې ۵۲ فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    مربوطه لیکنې

    پاکستان او مجازي مقاومت؛ له تشو ادعاوو تر ښکاره ګواښونو

    1 دسمبر 2025

    شريکه اجنډا؛ د پاکستاني پوځ ړندې بمبارۍ او د مقاومت جبهې چوپتيا

    28 نوومبر 2025

    د منزوي ډلې او بې ثباته هېواد شریره ملګرتیا

    27 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    ‏د پاکستان پوځي رژیم تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په…

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو کورمه کې د پولیسو یو مرکز له منځه وړی او لسګونه میله وسلې یې نیولي

    1 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو کورمه کې د پولیسو یو مرکز له منځه وړی او لسګونه میله وسلې یې نیولي

    1 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.