د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت تر ناستې وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هند د پاکستان په ځینو ښارونو د برید پلان لري.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، که زموږ پر خلکو برید وشي، نو د هند خلک به هم خوندي پاتې نه شي، خواجه اصف همدا راز د یوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي، چې له هند سره د هر ډول مقابلې لپاره چمتو دي.
نوموړي وویل، که د پاکستان په ښارونو کې پاکستاني وګړي په نښه شي، نو پاکستان به هم په ورته ډول ځواب ووايي او هيڅ ډول نړیوال فشار ته نه تسلیميږي.
د هند او پاکستان ترمنځ دغه تازه ناندرۍ د هند د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو تر برید وروسته راولاړې شوې دي.