Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پاکستان غوره لیګ ولې په تش لوبغالي کې ترسره کېږي؟
    لیکني

    د پاکستان غوره لیګ ولې په تش لوبغالي کې ترسره کېږي؟

    عمران آغاعمران آغا13 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    جګړه که په هره کچه وي، له ځان سره جدي زیانونه لري، د هېواد او ملت عادي وضعیت تر اغېز لاندې راولي. هېڅ شک نشته چې د جګړې لومړۍ ضربه د هېواد پر اقتصاد لګېږي او ورپسې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي او ګراني رامنځته کېږي.

    پاکستان له افغانستان سره د خپلې خودخواه جګړې په پیلولو سره، له یوې خوا ځان په سیمه کې بدنام کړ، له بلې خوا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ډېرې له خطر سره مخ کړې. دا جګړه د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده او پاکستان نشي کولای په مټ یې خپلو نامشروع او خیالي موخو ته ورسېږي.

    په پاکستان کې د جګړې له جدي زیانونو څخه یو هم د اړینو لومړنیو توکو لکه د خوراکي او څښاک موادو، تېلو، نفتو او ګازو بې‌ سارې ګراني ده. دا ټول د خلکو د ورځني ژوند بنسټیزې اړتیاوې دي چې په بازار کې یې د بیو له لوړېدو یا کمبود سره د ژوند چارې له ستونزو سره مخ کېږي.

    همدارنګه پاکستان د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د خپل ناکام هوايي تېري تر پیل وړاندې، د خپلو مخالفو ډلو له لوري هم له بریدونو او جګړو سره مخ و. امنیت، اقتصادي او حتی ملي ثبات د تدریجي او خاموش سقوط پر لور روان و. اوس یې چې له افغانستان سره بزدلانه جګړه هم د خپلو بیلابېلو دوامدارو کورنیو شخړو په لړ کې ورزیاته کړې او د سیمې او ګاونډیانو اړوند نورې مسئلې هم د پام وړ ګرځېدلې دي، دا هېواد تر پخوا ډېر د تدریجي او فرسایشي زوال په لوري روان شوی دی، دا اندېښنې په څرګند ډول د ګرانۍ په بڼه راڅرګندې شوې دي.

    په همدې لړ کې د پاکستان حکومت د کرکټ لوبې چې په دغه هېواد کې پراخ مینه‌ وال لري او ملي ورزش یې بلل کېږي؛ د سون توکو د ګرانۍ او د جګړې پر مهال د اقتصادي کمزورۍ په پلمه، یوازې د لاهور او کراچۍ ایالتونو ته محدودې کړې دي. خو د پام وړ ټکی دا دی چې د پنجاب اعلی وزیره مریم نواز او د هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې لوبغالي ته تللي او سیالۍ یې له نږدې کتلې دي.

    دغه پېښه درې مهم ټکي څرګندوي:
    ۱. د پاکستان امنیتي وضعیت په شدت سره بې‌ ثباته شوی دی او د ملي او عامه غونډو او سیالیو ترسره کول له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي، حکومت په دې برخه کې د خطر منلو توان نه لري.

    ۲. د ګرانۍ او اقتصادي زوال په پلمه د عامو خلکو له ګډون پرته د سیالیو محدود ترسره کول، د جګړې له څرګندو پایلو څخه ګڼل کېږي؛ داسې وضعیت چې ډېر ژر به د دې هېواد اقتصاد له جدي فلج سره مخ کړي.

    ۳. له دې سره سره، په داسې سیالیو کې د وزیرانو شخصي حضور، چې خلکو ته پکې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې، د دولت د مشرانو استبدادي خودخواهانه چلند څرګندوي؛ هغه کسان چې حتی د جګړې او ګډوډۍ په اوج کې هم له خپلو شخصي غوښتنو څخه لاس نه اخلي.

    دې ټولو واقعیتونو ته په کتو، دې پایلې ته رسېږو چې د پاکستان حکومت د خپل ملت د ګټو په فکر کې نه دی او د دولت مشران یې حتی په سختو شرایطو کې هم تر ډېره د خپلو شخصي ګټو او عیش‌ و نوش په لټه کې دي. هغوی د ساتېرۍ هغه دروازه چې د ډېرو خلکو لپاره یوازینۍ د خوښۍ سرچینه ګڼل کېږي، د ملت لپاره تړلې ده؛ خو د ځان لپاره یې د درنو امنیتي لګښتونو په بدل کې پرانیستې ساتي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغان ځواکونو کونړ کې پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر یوې پوستې ځوابي برید کړی
    راتلونکي مقاله حزب الله تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اسرائیل ۶۰ بريدونه کړي

    مربوطه لیکنې

    کاپي پېسټ حکمراني؛ کله چې د اټومي هېواد واک د پردیو په لاس کې وي

    8 اپریل 2026

    مخالفين د بې اتفاقۍ له ژور بحران سره مخ دي

    8 اپریل 2026

    د ولس غوښتنې او په وړاندې یې د مخالفو ډلو سیاستونه

    7 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 اپریل 2026

    د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۸ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

    د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو یې په خوست،…

    وسله‌والو ګلګېت-بلتستان کې اووه پاکستاني ځانګړي ځواکونه هلاک او ټپیان کړي

    13 اپریل 2026

    هنګو کې وسله‌وال برید اووه پاکستاني پولیسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    13 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۸ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

    13 اپریل 2026

    وسله‌والو ګلګېت-بلتستان کې اووه پاکستاني ځانګړي ځواکونه هلاک او ټپیان کړي

    13 اپریل 2026

    هنګو کې وسله‌وال برید اووه پاکستاني پولیسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    13 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.