د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ دوشنبه (د غویي لومړۍ نېټه) ۳۹۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت د کندهار د سپینبولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو لهمخې ویلي چې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر درېیو ورځو بند خونو کې ساتل شوي وو.
د یاد وزارت په وینا، یاد کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې، دې وروستیو کې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.